کرېکټ؛ د افغانستان او پاکستان لوبې ته د مینه والو او سیاستوالو غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ په شارجه کې د اسیا جام سیالیو پرونۍ لوبه نه یوازې په میدان کې توده او سخته لوبه وه، بلکې له میدانه بهر یې هم د دواړو هېوادونو او د کرېکټ د عامو مینه والو ترمنځ سخت بحثونه راپارولي دي.
لوبه په وروستيآور کې پاکستان وګټله او که یوې خوا ته د پاکستان نسیم شاه د لوبې د ګټلو او د خپلو دوو شپیزو خوشحالي کوله، بلې خوا ته د افغانستان د ګڼو لوبغاړو په سترګو کې اوښکې وې.
د لوبې په وروستۍ برخه کې د دواړو لوبډلو د ځینو لوبغاړو ترمنځ لفظي شخړه او فزیکي چلن هم د تاوده بحث موضوع ګرځېدلې ده.
پر خواله رسنیو د کرېکټ ګڼ شمېر مینه والو د افغان بالر فرید احمد او پاکستاني توپ وهونکي اصف علي تر منځ د لفظي شخړې په ترڅ کې د اصف علي له لوري د فرید احمد پورې وهل او پرې د بېټ پورته کول غندلي او دا یې د لوبو اخلاقو متضاد عمل بللی.
د خواله رسنیو ځینو کارنو خو ان د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې د فزیکي ناوړه چلن له کبله اصف علي ته رسماً سزا ورکړي.
خو د پاکستان د لوبډلې ګڼ شمېر مینه وال او آن د دې هېواد ځینو نامتو خبریالانو د آصف علي ننګه یې کړې او افغان لوبډله یې ملامته بللې ده.
د لوبې په پای کې د پاکستاني لوبغاړي نسیم شاه د بریا لمانځنې انداز هم د لوبې ځینې مینه والو یرغلګرانه بللی، خو د پاکستان کرېکټ لوبډلې ځینې مینه والو بیا د نسیم شاه دفاع کړې او هغه یې اتل بللی چې له افغان لوبډلې یې بریا وتروړله.
د ملامت او سلامت په همدې بحث کې د خواله رسنیو ځینو کاروونکو یو بل ته د اخلاقیاتو درسونه او پېغورونه هم ورکړي، او ځینو خو آن دې موضوع ته توکمیزه بڼه ورکړې ده.
خو د نېشنل دیموکراتیک تحریک ګوند مشر او د پاکستان پارلمان غړي محسن دوړ په یوه ټویټر پیغام کې '' د کرېکټ لوبې په پلمه د افغانانو پر ضد توکمیز تاوتریخوالی د شرم وړ چاره '' بللې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
پر خواله رسنیو داسې ناتایید شوي ویډیويي کلیپونه هم لاس په لاس کېږي، چې د لوبې ځینې نندارچیان د لوبې پای کې پر یوه بل د لوبغالي څوکیو ګوزارونه کوي، خو دا چاره بیا نژدې په یوه خوله د کرېکټ ټولو مینه والو غندلې او نندارچیانو ته یې ته یې د سپورتي اخلاقو مراعتولو توصیه کړې.
د لوبې له ډګره بهر نننۍ لوبه د مهمو سیاسي څېرو او نورو مهمو شخصیتونو لپاره هم د دلچسپۍ وړ وه او د دواړو هېوادونو ځینې مشرانو خپل لوبغاړي ستایلي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی په یوه ټویټر پیغام کې '' بریا او بایلل په هرې لوبې کې یو اصل بولي او د پاکستان لوبډلې په مقابل کې زموږ د اتلانو ماهرانه لوبه چې یقیناً د ټولو افغانانو زړونه یې لاس ته راوړي له بریا کمه نه بولي. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د سولې عالي شورا مخکیني مشر عبدالله عبدالله هم د کرېکټ ملي لوبډلې نننۍ لوبه ستایلې او په یوه ټویټر پیغام کې یې په دې هکله زیاته کړې:
'' ملي لوبډلې په خپلې مسلکي او پرتلاشه سیالۍ کې وښوده چې له سترو ټیمونو سره ښه سیالۍ کولای شي او په راتلونکي کې ترې د ډېرو بریاوو او لاسته راوړنو تمه کېدای شي. ''
د پاکستان لومړي وزیر میا محمد شهباز شریف بیا په یوه ټویټر پیغام کې د خپل ملي کرېکټ ټیم له لوبغاړي نسیم شاه مننه کړې، ''چې داسې په زړه پورې انداز یې لوبه ختمه کړه.''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
د یادونې ده، چې د نسیم شاه دوو پرلپسې شپږیزو له کبله پاکستان په داسې حال نننۍ لوبه له افغانستانه په یوه وېکټه وګټله چې څلور توپونه یې لا پاتې وو.
پاکستان لوبډلې له دې بریا سره د اسیا جام پایلوبې ته لار وموندله او د یکشنبې پر ورځ به پایلوبه کې له شري لنکا سره لوبه کوي .










