شري لنکا د ۲۰۲۲ کال کرېکټ اسيا جام وګاټه

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ اسيا جام سياليو پايلوبه کې شري لنکا پاکستان ته په ۲۳ منډو ماته ورکړ او له دې بريا سره يې د اسيا جام د شپږم ځل لپاره وګاته.
دعه سيالي چې د متحده عرب اماراتو په دوبۍ لوبغالې کې ترسره شوه پچه يې پاکستان وګټله او لومړی يې شری لنکا ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
شري لنکا د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه، پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۴۷ منډې وکړې او ونتوانېدل هدف پوره کړي.
د شري لنکا د منډو جوړولو پيل ښه نه و د پيل لوبغاړي يې ژر وسوځېدل خو بنوکا رجپکسا تر ډېره پر وېکټه پاتې شو او ناسوځېدلې ۷۱ منډې يې وکړې. د ده تر څنګ هسرنګا ډي سېلوا ۳۶ او دننجيا ډي سېلوا ۲۸ منډې جوړې کړې.
د پاکستان حارث روف بيا درې شري لنکايي لوبغاړي وسوځول. نسيم شاه يوه، شاداب خان يوه او افتخار احمد يوه وېکټه واخيسته.
د توپ وهنې په برخه کې محمد رضوان ۵۵، افتخار احمد ۳۲ او حارث روف ۱۳ منډې جوړې کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
په نننۍ لوبه کې د پاکستان له لورې بابر اعظم، محمد رضوان، فخر زمان، افتخار احمد، خوشدل شاه، شاداب خان، اصف علي، محمد نواز، نسيم شاه، حارث روف او محمد حسنين لوبېدل.
بل پلو د شري لنکا له لوري به کوسال مېنډېس، پتوم نېسنکا، ډي سېلوا، دونشکا ګونتيلکا، دسون شنکا، بنوکا رجپکسا، چميکا کنورتن، وېندو هسرنګا، مهېش تېکشنا، پراموډ مدوشن او دېلشنا مدوشنکا ډګر ته راوتلي وو.
شري لنکا پنځه ځله د اسيا جام سيالۍ ګټلې و او دا یې شپږم ځل دی، پاکستان بيا دوه ځله د اسيا جام پر اوچتولو بريالی شوی دی.
شري لنکا د دې سياليو په پیل کې لومړۍ لوبه افغانستان ته وبايلله خو دويمه یې له بنګله دېش وګټله.
په دویم پړاو کې يې بيا افغانستان، هند او پاکستان ته ماته ورکړه او پايلوبې ته يې لار وموندله.










