د ارجنټاین پر بانکنوټونو د مراډونا د تصویر چاپولو وړاندیز شوی

ډیېګو مراډونا، فوټبال، ارجنټاین

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سناتورې نورما دورانګو وړاندیز کړی چې د بانکنوټونو پر یو مخ دې د مراډونا او پل بل مخ د هغه د مشهورو ګولونو تصویرونه چاپ شي.

په ارجنټاین کې یوې سناتورې وړاندیز کړی چې د مړه شوي فوټبال ستوري ډیېګو مراډونا تصویرونه دې پر نویو بانکنوټونو چاپ شي.

ډیېګو مراډونا چې په ۱۹۸۶م کال کې یې د ارجنټاین فوټبال لوبډلې مشري کوله دوه اونۍ وړاندې د شپېتو کالو په عمر مړ شو.

سناتورې نورما دورانګو پر بانکنوټونو د دیېګو مراډونا د تصویرونو د چاپولو طرحه پرون دوشنبه کانګرس ته وړاندې کړه چې که تصویب شي له مخې به یې د ارجنټاین د زرګون بانکنوټ پر یو مخ د مراډونا خپل تصویر او پل بل مخ د هغه د مشهورو ګولونو تصویرونه چاپ شي.

نوموړې سناتورې دغه راز وړاندیز کړی چې د ډیېګو مراډونا تصویر دې د پوستې پر ټېکټونو هم چاپ شي.

اغلې دورانګو وايي ''طرحه دا ده چې خپل مهم اتلان وپېژنو او موږ احساس کوو کله چې سیلانیان دلته ارجنټاین ته راشي نو مراډونا به په بانکنوټونو کې له ځان سره یوسي. ''

سناتوره دورانګو وايي د هغې د طرحې په اړه به وروستې پرېکړه د پارلمان غړې کوي او دا طرحه به راتلونکي میلادي کال کې اوري.

ډیېګو مراډونا په ۱۹۸۶م کال کې د فوټبال نړیوال جام لوبو پرمهال دوه مشهور ګولونه له انګلستان سره په منځلوبه کې وکړل.

مراډونا د ارجنټاین د فوټبال کپتان و چې ارجنټاین د فوټبال نړیوال جام وګاټه.

ډیېګو مراډونا په ۹۱ لوبو کې د ارجنټاین لپاره ۳۴ ګولونه کړي او څلور ځلې د ارجنټاین لپاره د فوټبال نړیوال جام لوبو کې لوبېدلی و.

مراډونا د کلب فوټبال سیالیو کې د بارسلونا او ناپولي لپاره هم لوبېدلی و.

نوموړي د ۱۹۹۰ په نړیوال جام کې چې ایټالیا کې یې لوبه کېده، خپله لوبډله تر پایلوبې پورې ورسوله، چې بیا د لوېدیځ جرمني له لوري له ماتې سره مخامخ شوه.

مراډونا له خپلې لور دلما سره په ۱۹۸۹ کال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مراډونا له خپلې لور دلما سره په ۱۹۸۹ کال

هغه په ۱۹۹۷ کال کې د ۳۷ مې کلیزې پر ورځ له نړیوال فوټباله لاس په سر شوی و.

د فوټبال دا ستوری په ۲۰۰۸ کال کې د ارجنټاین ملي لوبډلې لپاره د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو، چې د ۲۰۱۰ سیالیو په نیمه پایلوبه کې یې له جرمني ماتې وخوړه او بیا یې دنده پرېښوده.

نوموړي وروسته په متحده عربي اماراتو، مکسیکو او ارجنټاین کې د بېلابېلو کلب لوبډلو د روزونکي چارې پر مخ بیولې او د مړینې پر مهال هم د یو فوټبال کلپ مدیر و.

ډیېګو مراډونا د ۶۰ کالو په عمر د زړه د حملې له کبله د تېر نوامبر میاشتې په ۲۵ نېټه مړ شو.