د نړۍ مشهور فوټبال ستوری ډیېګو مراډونا د زړه حملې له کبله مړ شو

Diego Maradona

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مراډونا په ۱۹۸۶ کال کې د فوتپال نړیوال جام ګټلی و

د فوټبال یو تر ټولو مشهور نړیوال ستوری ډیېګو مراډونا د ۶۰ کالو په عمر ومړ. د ارجنټاین لوبډلې دغه مخکینی لوبغاړی، لوبډلمشر او روزونکی په بیونس ایرس کې خپل کور کې د زړه حملې له کبله مړ شوی دی.

څو اوونۍ وړاندې په دماغو کې د وینې یوې ټوټې له کبله د نوموړي کامیاب جراحي عملیات شوي وو، او همدا راز پر الکولو د نوموړي روږدیتوب درملنه هم کېدله.

مراډونا هغه مهال د خپل هېواد لوبډلمشر و، چې ۱۹۸۶ کال کې ارجنټاین د فوټبال نړیوال جام وګاټه. نوموړي د انګلستان خلاف د هغو سیالیو په نیمه پایلوبه کې یو ګول وکړ، چې خورا زیات مشهور شو.

په ارجنټاین کې د فوټبال ملي ادارې ویلي: "د خپل اتل د مړیني له کبله ژور غم او خواشیني څرګندوو او دی به تل زموږ په زړونو کې ځای لري ".

مراډونا د کلب فوټبال سیالیو کې د بارسلونا او ناپولي لپاره هم لوبېدلی. نوموړي د ارجنټاین لپاره په ۹۱ سیالیو کې ۳۴ ګولونه کړي دي او د نړیوال جام په څلورو سیالیو کې یې د دغه هېواد لپاره لوبه کړې.

مراډونا د ۱۹۹۰ په نړیوال جام کې چې ایټالیا کې یې لوبه کېده، خپله لوبډله تر پایلوبې پورې ورسوله، چې بیا د لویدیځ جرمني له لوري له ماتې سره مخامخ شوه.

مراډونا

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړی د ۱۹۹۴ کال په سیالیو کې له امریکا سره له لوبې مخکې ځکه کورته واستول شو، چې د اپیدرین مخدره درملو کارولو رپوټ یې مثبت و.

دغه راز په ۱۹۹۱ کال کې مراډونا د کوکاینو له نشې د ځان خلاصون لپاره مبارزه کوله او یو مهال د همدې نشې له کبله د ۱۵ میاشتو لپاره په لوبو کې له ګډون کولو منع شوی و.

نوموړی په ۱۹۹۷ کال کې د ۳۷ مې کلیزې پر ورځ له نړیوال فوټباله لاس په سر شوی و.

مراډونا په ۲۰۰۸ کال کې د ارجنټاین ملي لوبډلې لپاره د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو، چې د ۲۰۱۰ سیالیو په نیمه پایلوبه کې یې له جرمني ماتې وخوړه او بیا یې دنده پرېښوده.

نوموړي وروسته په متحده عربي اماراتو، مکسیکو او ارجنټاین کې د بېلا بېلو کلب لوبډلو د روزونکي چارې پر مخ بیولې او د مړینې پر مهال هم د ارجنټاین جیمنازیا وای ایزګریما مدیر و.