کرېکټ نړیوال جام: د انګلنډ بریا، سیمې فاینل ته د پاکستان ناهیلي

کرېکټ

د عکس سرچینه، ANDY KEARNS

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې انګلنډ نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه او دې سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده. انګلنډ په ننۍ لوبه کې چې په چاسټرلي سټریټ لوبغالي کې وشوه، نیوزیلنډ ته په ۱۱۹ منډو ماتې ورکړه او دې سره یې د نړیوال جام سیالیو د درجه بندۍ جدول کې دریم ځای خپل کړ.

هند او اسټرالیا له مخکې د نیمه پایلوبې سیالیو ته لار موندلې ده. د نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره به د څلورمې لوبډلې په توګه د جولای پر پنځه د پاکستان او بنګله دېش تر منځ لوبه کېږي.

انګلنډ د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه، چې نیوزیلنډ ته یې د ۳۰۶ منډو هدف وټاکه. جیسن رای او جاني بېرسټر د نیوزیلنډ فاسټ بالرانو پر وړاندې خورا زړوره لوبه وکړه او په لومړنیو ۱۸ اوورنو کې یې په شریکه ۱۲۳ منډې وکړې چې د دوی په بریا کې رول خورا مهم و.

جاني بېرسټر پرلپسې دویمه لوبه کې سلیزه بشپړه کړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جاني بېرسټر پرلپسې دویمه لوبه کې سلیزه بشپړه کړه

بېرسټر دویمه پرلپسې لوبه کې سلیزه بشپړه کړه او جېسن رای دویمه پرلپسې نیمه سلیزه بشپړه کړه. انګلنډ نیوزیلنډ ته د ماتې ورکولو وروسته نیمه پایلوبې ته ورسېد.

انګلنډ لوبډلې د نهو لوبو وروسته ۱۲ پواینټونه موندلي دي. بل لور ته هند او اسټرالیا وار له مخه دغې سیالۍ ته لار موندلې او یوه بله لوبډله به اوس دې سیالۍ ته رسېږي.

نیوزیلنډ هم نهه لوبې کړې او له ۱۱ پواینټونو سره د درجه بندۍ په جدول کې څلورم ځای لري. که پاکستان د جولای پر پنځمه د بنګله دېش سره لوبه کې بریا هم ومومي، ۱۱ پواینټونه به تر لاسه کړي، خو بل لور ته نیوزیلنډ د غوره رن ریټ له کبله له مخکې ۱۱ پواینټونه لري.