ورځپاڼې: افغانستان اوس نړیوال کرېکټ کې یو ځواک دی

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
انډېپنډېنټ ورځپاڼې د افغان کرېکټ په تړاو يو مطلب خپور کړى او وايي افغانستان بالاخره د خپلې بالقوه وړتيا څرک څرګند کړ، هغه وړتیا چې تېرې څلوېښت کلنې جګړې هم نه ده ختمه کړې.
د ورځپاڼې په وينا کرېکټ د دغه پوټنشيل يا بالقوه وړتيا په زړه کې دى.
مطلب کې راغلي چې افغان لوبډله دويم ځل لپاره د کرېکټ په نړيوالې اتلولۍ کې لوبېږي.
ورځپاڼې د افغان کرېکټ لوبډلې په تړاو د استراليا د کرېکټ پخواني ستوري شان وارن څرګندونې راخيستې چې وايي دوى مشروع سيالان دي او کولى شي د نړيوال کرېکټ اوسنې حالت بدل کړي.
فارن پاليسۍ مجلې په خپل خپاره کړي يوه مطلب کې ليکلي ولسمشر ټرمپ غواړي د مالي لګښت لږولو لپاره په افغانستان او عراق کې د امريکايي ډيپلوماټانو شمېر کم کړي.
د مجلې په وينا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په پام کې لري چې تر ٢٠٢٠ م کال پورې کابل کې د خپلو ډيپلوماتانو شمېر نيمايي ته را ټيټ کړي.
عراق او افغانستان کې د امريکا ډيپلوماتيک ماموريت تر ټولو لوى او د لګښت له پلوه تر ډېر ګران دى.
امريکايي چارواکو د دغه کار موخې له سترو ځواکونو لکه روسيه او چين سره سيالۍ ته ځان برابرول ښوولي.
يوه امريکايي چارواکي مجلې ته ويلي چې افريقا کې د چينايي ډيپلوماتانو شمېر چې په اقتصادي مسايلو کې پر کار بوخت دي د امريکا ډيپلوماتانو ۴ يا ۵ برابره شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټايمز ورځپاڼې ليکلي د هند هغه وينا چې د تېرې فبرورۍ په وروستيو کې يې د پاکستان يو اف شپاړس الوتکه غورځولې ناسمه ختلې.
ورځپاڼې د فارن پاليسي مجلې په وينا ليکلي، دوه امريکايي پوځيانو دې مجلې ته ويلي د هند دا وينا رښتيا نه ده چې وايي هوايي ځواکونو يې د پاکستان يوه اف شپاړس ډوله جت الوتکه نسکوره کړه.
ورځپاڼې د پاکستان پوځ د وياند اصف غفور څرګندونې راخيستې وايي د دې وخت رارسېدلى چې هند ورته د اوښتي زيان په تړاو رښتيا ووايي.








