رویترز: امریکا 'ډېر ژر' د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو نوملړ کې شاملوي

د عکس سرچینه، عکسTASNIM
د رویټرز خبري اژانس د درې امریکايي چارواکو په حواله رپوټ ورکړی چې امریکا غواړي د ایران ځانګړي ځواکونه 'سپاه پاسداران انقلاب اسلامي' د ترهګرو ډلو لیست ته ور زیات کړي.
که دا ومنله شي، لومړی ځل به وي چې امریکا د یوه هېواد رسمي پوځ تروریستي بلي.
ایران وړاندې ویلي و داسې پریکړې ته به 'سخت' ځواب ووايي.
رویټرز ویلي په دې تړاو د امریکا پریکړه ټاکل شوې ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا راتلونکې دوشنبه (وری ۱۹/اپریل ۸) علني کړي.
په تېرو څو کلونو په ځانګړې توګه واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته څو وارې د هغه پلوی ګوند جمهوري غوښتونکو دا ډول رپوټونه ورکړي دي.
ددې پریکړې منتقدینو وار وار سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې تور لیست ته د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ورزیاتول به امریکا او ددې هېواد نظامي او استخبارتي ځواکونو ته ناوړه پایلې ولري.
ددې ډول پریکړې د قانوني بنسټ په اړه د نړیوالو اړیکو کارپوه میثم بهروش بي بي سي ته ویلي:
"په ۲۰۱۷ کې د امریکا کانګرس 'د تحریمونو له لارې د امریکا له دښمنانو سره مبارزه' په نوم یوه داسې لایحه تصویب کړه چې د 'کاتسا' قانون په نوم مشهوره ده او درې هېوادونه ایران، روسیه او شمالي کوریا پکې په نښه شوې دي."
دا لایحه د ډونالډ ټرمپ په لاسلیک په قانون بدله شوه.
دا قانون د امریکا ولسمشر ته واک ورکوي چې پر سپاه پاسدارانو دا ډول تحریمونه ولګوي.
له دې سره امریکا کوای شي دا ځواکونه 'تروریستي' اعلان کړي.
دوه کاله وړاندې د سپاه پاسداران ځواکونو مشر محمد علي جعفري د امریکا ددې ډول پریکړې په غبرګون کې ویلي و: "که د تروریستي ډلې په توګه د ایران د سپاه پاسدارانو پیژندلو په برخه کې د امریکا احمقانه پریکړې په اړه خبرونه سم وي، سپاه به هم امریکايي پوځ په ټوله نړۍ کې د داعش په څېر وګڼي."








