افغانستان او سکاټلنډ له نړیوال جام وړاندې دوه یو ورځنۍ لوبې کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان له سکاټلنډ سره دوه يوه ورځنۍ لوبې کوي چې د راتلونکي پنځوس اوره نړېوال جام لپاره چمتوو شي.
دا دوه لوبې به د ۲۰۱۹ز کال د مې پر اتمه او لسمه د سکاټلنډ په اېډنبرا کې وشي.
د کرېکټ نړېوال پنځوس اوره جام د راتلونکي ۲۰۱۹ ز کال د مۍ په ۳۱ نېټه د افغانستان په ګډون د نړۍ د لسو هېوادونو ترمنځ په برتانیا کې کېږي.
د ۲۰۱۸ ز کال په لومړيو کې افغان او سکاټلنډۍ کرېکټ لوبډلې په زيمبابوې کې د غوراوي جام سيالیو کې مخ شوې وې او سکاټلنډ افغانستان ته په ۷ وېکټو ماتې ور کړې وه.
د هغو لوبو په لومړي پړاو کې افغانستان ډېرې لوبې وبايللې، خو دويم پړاوو کې یې بيا ټولو لوبډلو ته ماتې ورکړه او د غوراوي جام اتلولي يې هم په خپل نامه کړه.
د غوراوي جام د لسو لوبډلو له منځه يواځې افغانستان او ویسټ اندیز د ۲۰۱۹ کال نړېوال پنځوس اوره جام ته لار ومونده.
سکاټلند پر افغانستان سربېره سريلانکا سره هم دوه یوه ورځنۍ لوبې کوي. دغه لوبې په سکاټلند کې د مۍ په ۱۸ تر ۲۱ نېټو وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سکاټلند د کرېکټ بورډ اجرييوي مشر مالکم کينن ويلي، سږ اوړی د دوی لپاره ډېر په زړه پورې دی چې د نړۍ د دوو بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو کوربه توب کوي.
افغان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۵ ز کال په نړېوال پنځوس اوره جام کې له سکاټلند سره مخامخ شوې وه سکاټلند په يوه وېکټ له افغانستان ماتې خوړلې وه.
په هغه لوبه کې افغان لوبغاړي سميع الله شينواري تر ټولو ډېرې ۹۶ منډې کړې وې.
پر دې لوبو سربېره افغانستان له نړېوال پنځوس اوره جام وړاندې له ايرلنډ سره د پرورۍ په ۲۱مه لوبلړۍ (سریز) هم لري.








