ښځینه کرېکټ: انګلستان تاریخ ژوندی کوي، استرالیا بیا اتلولي غواړي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انګلنډ ښځينه کرېکټ لوبډله که اوس غواړي چې د شل اووره لوبو اتلولي هم خپله کړي نو استراليا ته به ماته ورکوي.

د انګلنډ د ښځينه کرېکټ لوبډلمشره هېتر نایټ وايي د شنبې په بېګا د ښځینه کرېکټ د نړیوالو شل اووره سياليو په پایلوبه کې د استراليا ماتې 'به زموږ لپاره تاریخي لاسته راوړنه وي.'

نایټ غواړي په ۲۰۰۹ کال کې د انګلنډ د لوبډلې د بريا په څېر دا اتلولي هم خپله کړي.

نایټ ویلي: "موږ د ۲۰۰۹ کال بريا ته ګورو او هغه د ښځينه کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو غوره لوبډله ده".

انګلنډ ښځينه کرېکټ لوبډلې په پایلوبه کې د هند په ماتولو سره د پنځوس اوره لوبو اتلولي هم لري.

انګلنډ ښځينه کرېکټ لوبډله که اوس غواړي چې د شل اووره لوبو اتلولي هم خپله کړي نو استراليا ته به ماته ورکوي.

Heather Knight and Meg Lanning

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۲۷ کلنې نایټ (ښۍ خوا کې) هم خپله لوبډله په نیمه پایلوبه کې د هند پر خلاف د اتو ويکټو په توپير پام وړ بريا ته رهبري کړه او اوس تمه لري چې د استرالیا خلاف به هم ښه لوبه وکړي.

استراليا ښځينه کرېکټ لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې د ۱۷۱ منډو په توپیر د ویسټ انډیز په ماتولو سره پایلوبې ته لاره ومونده.

۲۷ کلنې نایټ هم خپله لوبډله په نیمه پایلوبه کې د هند پر خلاف د اتو ويکټو په توپير پام وړ بريا ته رهبري کړه او اوس تمه لري چې د استرالیا خلاف به هم ښه لوبه وکړي.

هغه وايي: "دا کله له پامه غورځېدی شي چې له يوه پخواني رقيب سره مخ کېږو؟ دا دواړه په تېرو څو کلونو کې په تاریخي ډول تر ټولو غوره لوبډلې دي او موږ په دې وروستیو کې د کرکټ غوره لوبې هم کړې دي".

نایټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نایټ ویلي: "موږ د ۲۰۰۹ کال بريا ته ګورو او هغه د ښځينه کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو غوره لوبډله ده".

د ښځینه کرېکټ د نړیوالو شل اووره لوبو د اتلولۍ پالوبه د شنبې په ماښام پیلېږي چې پکې به د دغه جام اتله لوبډله مالومېږي.

استراليا په دې پایلوبه کې د شل اوره نړیوالو سیاليو څلورم ځلي اتل کېدو هڅه کوي.

دا هم د لوستلو دي: