تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان ايرلنډ په ۲۹ منډو مات کړ
افغان لوبډلې ايرلنډ ته په لومړۍ يوه ورځنۍ لوبه کې په ۲۹ منډو ماته ورکړه. د نننۍ لوبې پچه ايرلنډ وګټله او لومړی يې افغان لوبډلې ته د توپ وهلو بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورنو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۷ منډې وکړې. ايرلنډ ونشوای کړای چې ټاکلی هدف پوره کړي، ټوله لوبډله په ۴۹ اورونو کې د ۱۹۸ منډو په جوړلو وسوځېده.
د افغانستان لپاره ګلبدين نايب او حشمت الله شاهدي ښه توپوهنه وکړه. ګلبدين نايب په ۹۸ توپونو ۶۴ او حشمت الله شاهدي په ۸۲ توپونو ۵۴ منډې وکړې.
بله خوا د ايرلنډ لپاره ټېم مورټه څلور او بوايډ رنکن درې وېکټې ترلاسه کړې.
په افغان توپ اچوونکو کې افتاب عالم، محمد نبي او راشد خان هر يوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې له ايرلنډه د شل اوريزو لوبو لړۍ هم ګټلې وه.
افغانستان له ايرلنډ سره د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ لري چې راتلونکې لوبه د چارشنبې پر ورځ د اګست پر ۲۹ نېټه ده.