له هند سره ټسټ لوبې ته د افغان لوبډلې لوبغاړي

د جون په ۱۴ مه نېټه افغانستان د لومړي ځل لپاره ټسټ لوبه کوي چې د هند په بنګلور کې به له کوربه هېواد سره په کې مخامخېږي، دلته د دغې لوبې لپاره د غوره شویو افغان لوبغاړو فرسټ کلاس لوبو ته ځغلنده کتنه کوو.

د افغانستان د کرېکټ تاریخ لومړنۍ ټسټ لوبې ته ۱۶ لوبغاړي غوره شوي چې د لوبې په ورځ به ترې ۱۱ کسه د هند په وړاندې سیالۍ ته راوځي.

په غوره شویو ۱۶ لوبغاړیو کې درې د پیل لوبغاړي دي. جاوید احمدي، احسان الله حنت او محمد شهزاد. څلور نور منډه جوړونکي یې کپتان اصغر ستانکزی، رحمت شاه، حشمت شاهدي او ناصر جمال دی.

ویکټ ساتي دوه کسه دي چې محمد شهزاد او افسر ځاځی ورته بېل شوي دي. الراونډرانو کې محمد نبي دی. سید احمد شېرزاد، یامین احمدزی او وفادار مومند درې تېز بالران دي چې دوه ښي لاسي او یو کیڼ لاسی دی.

له محمد نبي ور هاخوا څلور نور ورو بالران دي چې راشد خان، مجیب الرحمن، ظاهر خان او حمزه هوتک ورته غوره شوي دي.

دلته د هر لوبغاړي فرسټ کلاس لوبو ته کتنه کوو:

اصغر ستانکری

د زيږيدا ځاى : کابل ۱۹۸۷

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۳۰ کاله او ۱۷۴ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې : ۲۳

ټولې منډې: ۱۴۲۱

سلیزې: پنځه

تر ټولو ډېرې منډې: ۱۴۵

پنځوسیزې: ۳

د منډو اوسط: ۴۴.۴۰

بالېنګ: ۷۵ بالونه یې کړي ۳۵ منډې یې ورکړي خو څوک یې نه دې سوځولي

په لوبډله کې دنده : لوبډلمشر او منډه جوړونکى.

محمد شهزاد

د زيږيدا ځاى : ننګرهار ۱۹۸۸

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۳۰ کاله او ۱۳۴ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې : ۲۰

ټولې منډې: ۱۵۸۲

سلیزې: ۴

تر ټولو ډېرې منډې: ۲۱۴

پنځوسیزې: ۹

د منډو اوسط: ۵۴،۵۵

بالېنګ: نه یې دی کړی.

په لوبډله کې دنده : ویکټ ساتی او منډه جوړونکى.

جاوید احمدي

د زيږيدا ځاى : کندز ۱۹۹۲

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۲۶ کاله ۱۶۳ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې : ۱۰

ټولې منډې: ۵۵۵

سلیزې: ۲

تر ټولو ډېرې منډې: ۱۲۹

پنځوسیزې: ۳

د منډو اوسط: ۳۲،۶۴

بالېنګ: ۱۳۷ بالونه یې کړي دي، ۶۵ منډې یې ورکړي دي او دوه لوبغاړي یې سوځولي

تر ټولو ښه بالېنګ: د درو منډو په ورکړه د یوه کس سوځول

د بالېنګ اوسط: ۳۲

په لوبډله کې دنده : د پیل لوبغاړی او اف برېک بالېنګ

رحمت شاه

د زيږيدا ځاى : پکتیا ۱۹۹۳

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۲۴ کاله او ۳۴۳ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې : ۱۳

ټولې منډې: ۷۴۱

سلیزې: ۲

تر ټولو ډېرې منډې: ۱۴۴

پنځوسیزې: ۴

د منډو اوسط: ۴۹،۴۰

بالېنګ: ۸۴۲ بالونه یې کړي دي، ۴۳۱ منډې یې ورکړي او ۱۵ لوبغاړي یې سوځولي

تر ټولو ښه بالېڼګ: په ۳۰ منډو درې کسه سوځولي

د بالېڼګ اوسط: ۲۸،۷۳

په لوبډله کې دنده : منډه جوړونکی او ګوګلي بالر

احسان الله جنت

د زيږيدا ځاى : خوست ۱۹۹۷

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۲۰ کاله او ۱۶۸ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې : ۶

ټولې منډې: ۴۰۶

سلیزې: یوه

تر ټولو ډېرې منډې: ۱۲۴

پنځوسیزې: ۳

د منډو اوسط: ۵۰،۷۵

بالېنګ: شپږ بالونه یې کړي ۱۳ منډې یې ورکړي او څوک یې نه دې سوځولي

په لوبډله کې دنده : د پیل منډه جوړونکی

ناصر جمال

د زيږيدا ځاى : لوګر ۱۹۹۳

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۲۴ کاله ۱۷۵ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې : ۱۱

ټولې منډې: ۵۳۹

سلیزې: ۱

تر ټولو ډېرې منډې: ۱۲۰

پنځوسیزې: ۲

د منډو اوسط: ۳۸،۵۰

بالېنګ: ۹۰ بالونه یې کړي ۸۷ منډې یې ورکړي او څوک یې نه دی سوځولی

په لوبډله کې دنده : منډه جوړونکی

حشمت الله شاهدي

د زيږيدا ځاى : لوګر ۱۹۹۴

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۲۳ کاله او ۲۲۲ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې : ۱۴

ټولې منډې: ۱۰۲۱

سلیزې: ۴

تر ټولو ډېرې منډې: ۱۶۳

پنځوسیزې: ۳

د منډو اوسط: ۴۶،۴۰

بالېنګ: ۵۶۴ بالونه یې کړي دي، ۳۱۶ منډې یې ورکړي دي او ۱۱ کسه یې سوځولي دي

تر ټولو ښه بالېنګ: د ۳۳ منډو په بدل کې دوه کسه سوځول

د بالېنګ اوسط: ۲۸،۷۲

په لوبډله کې دنده : کیڼ لاسی منډه جوړونکی، ښی لاسی اف برېک بالر

افسر ځاځی

د زيږيدا ځاى : کابل ۱۹۹۳

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۲۴ کاله ۳۰۸ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې : ۱۶

ټولې منډې: ۶۸۶

سلیزې: ۲

تر ټولو ډېرې منډې: ۱۲۴

پنځوسیزې: ۴

د منډو اوسط: ۳۸،۱۱

بالېنګ: ۳۰ بالونه یې کړي دي او ۲۴ منډې یې ورکړي دي خو څوک یې نه دې سوځولي

په لوبډله کې دنده : ویکټ ساتی

محمد نبي

د زيږيدا ځاى : ۱۹۸۵ لوګر

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۳۳ کاله او ۱۶۴ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې : ۳۲

ټولې منډې: ۱۲۵۱

سلیزې: ۲

تر ټولو ډېرې منډې: ۱۱۷

پنځوسیزې: ۵

د منډو اوسط: ۲۶،۶۱

بالېنګ: ۸۶ کسه یې سوځولي

تر ټولو ښه بالېنګ: د ۳۳ منډو په بدل کې شپږ کسه

د بالېنګ اوسط: ۲۲،۳۷

په یوه لوبه کې پنځه کسه سوځول: ۳

د یوې لوبې په دواړو وارونو ۱۰ کسه سوځول: لا نه دې شوي

په لوبډله کې دنده : منډه جوړونکی او اف برېک الراونډر

راشد خان

د زيږيدا ځاى: ننګرهار ۱۹۹۸

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۱۹ کاله او ۲۷۶ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې : ۴

ټولې منډې: ۱۲۵

سلیزې: لا یې نه لري

تر ټولو ډېرې منډې: ۵۲

پنځوسیزې: ۱

د منډو اوسط: ۴۱،۶۶

بالېنګ: ۳۵ کسه یې سوځولي

تر ټولو ښه بالېنګ: د ۷۴ منډو په بدل کې اته کسه

د بالېنګ اوسط: ۱۵،۰۵

په یوه لوبه کې پنځه کسه سوځول: ۴

د یوې لوبې په دواړو وارونو ۱۰ کسه سوځول: ۱

په لوبډله کې دنده: ګوګلي بالر

ظاهر خان

د زيږيدا ځاى : پکتیا ۱۹۹۸

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۱۹ کاله او ۱۷۶ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې : ۷

ټولې منډې: یوه منډه

سلیزې: لا نشته

تر ټولو ډېرې منډې: ۱

پنځوسیزې: لا نشته

د منډو اوسط: ۱

بالېنګ: ۳۴ کسه یې سوځولي

تر ټولو ښه بالېنګ: د ۳۶ منډو په بدل کې شپږ کسه

د بالېنګ اوسط: ۲۰،۳۳

په یوه لوبه کې پنځه کسه سوځول: ۱

د یوې لوبې په دواړو وارونو ۱۰ کسه سوځول: لا یې نه دې کړي

په لوبډله کې دنده: کیڼ لاسی ګوګلي بالر

حمزه هوتک

د زيږيدا ځاى: ننګرهار ۱۹۹۱

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۲۶ کاله او ۳۰۳ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې: ۱۲

ټولې منډې: ۱۵۴

سلیزې: لا یې نه لري

تر ټولو ډېرې منډې: ۳۷

پنځوسیزې: لا یې نه لري

د منډو اوسط: ۸،۵۵

بالېنګ: ۶۷ کسه یې سوځولي

تر ټولو ښه بالېنګ: د ۳۳ منډو په بدل کې شپږ کسه

د بالېنګ اوسط: ۲۲،۰۴

په یوه لوبه کې پنځه کسه سوځول: ۵

د یوې لوبې په دواړو وارونو ۱۰ کسه سوځول: ۲

په لوبډله کې دنده : کیڼ لاسی ورو بالر

سید احمد شېرزاد

د زيږيدا ځاى: ننګرهار ۱۹۹۴

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۲۳ کاله او ۲۵۶ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې: ۱۵

ټولې منډې: ۱۱۶

سلیزې: لا یې نه لري

تر ټولو ډېرې منډې: ۳۰

پنځوسیزې: لا یې نه لري

د منډو اوسط: ۶،۸۲

بالېنګ: ۴۹ کسه یې سوځولي

تر ټولو ښه بالېنګ: د ۴۵ منډو په ورکړه شپږ کسه سوځولي

د بالېنګ اوسط: ۲۵،۳۸

په یوه لوبه کې پنځه کسه سوځول: ۴

د یوې لوبې په دواړو وارونو ۱۰ کسه سوځول: ۱

په لوبډله کې دنده: کیڼ لاسی تېز بالر

یامین احمدزی

د زيږيدا ځاى: لغمان ۱۹۹۲

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۲۵ کاله او ۳۲۴ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې: ۲۲

ټولې منډې: ۲۰۸

سلیزې: نه یې لري

تر ټولو ډېرې منډې: ۳۹

پنځوسیزې: نه یې لري

د منډو اوسط: ۷،۷۰

بالېنګ: ۶۷

تر ټولو ښه بالېنګ: د ۲۹ منډو په ورکړه یې پنځه کسه سوځولي

د بالېنګ اوسط: ۲۱،۳۴

په یوه لوبه کې پنځه کسه سوځول: ۳

د یوې لوبې په دواړو وارونو ۱۰ کسه سوځول: لا یې نه لري

په لوبډله کې دنده: ښی لاسی تېز بالر

وفادار مومند

د زيږيدا ځاى: لغمان ۲۰۰۰

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۱۸ کاله او ۱۳۳ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې : ۳

ټولې منډې: ۲۳

سلیزې: نه یې لري

تر ټولو ډېرې منډې: ۱۰

پنځوسیزې: نه یې لري

د منډو اوسط: ۲۳

بالېنګ: ۴ کسه یې سوځولي

تر ټولو ښه بالېنګ: د ۳۶ منډو په ورکړه یې دوه کسه سوځولي

د بالېنګ اوسط: ۳۳

په یوه لوبه کې پنځه کسه سوځول: لا یې نه دې کړي

د یوې لوبې په دواړو وارونو ۱۰ کسه سوځول: لا یې نه دې کړي

په لوبډله کې دنده: ښی لاسی تېز بالر

مجیب الرحمن

د زيږيدا ځاى: خوست ۲۰۰۱

د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ عمر: ۱۷ کاله او ۷۸ ورځې

فرسټ کلاس یا څو ورځنۍ لوبې: لا یې نه ده کړې

ټولې منډې:

سلیزې:

تر ټولو ډېرې منډې:

پنځوسیزې:

د منډو اوسط:

بالېنګ:

تر ټولو ښه بالېنګ:

د بالېنګ اوسط:

په یوه لوبه کې پنځه کسه سوځول:

د یوې لوبې په دواړو وارونو ۱۰ کسه سوځول:

په لوبډله کې دنده : ورو ښي لاسی بالر