اسټرلیا د افغان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د نړیوال جام هیلې ورژولې

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

د اسټرالیا له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې د نړیوال جام سیالیو پایلوبې ته د خپلو افغان سیالانو د رسېدو مخه ونیوه. اسټرالیا لوبډلې له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې ته نیمه پایلوبه کې په شپږو وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې بېټینګ یا توپوهنه وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې اسټرالیا ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.

اسټرالیا د څلورو لوبغاړو له سوځېدو وروسته داسې حال کې دغه هدف تر لاسه کړ، چې ۷۵ توپونه یې لا هم پاتې وو. د بالینګ یا توپ اچونې برخه کې د اسټرالیا جوناتهن میرلو څلور وېکټې واخیستې.

افغان لوبډلې لومړۍ وېکټه د ۲۱ منډو له تر لاسه کولو وروسته بایلوده او دویمه هغه یې د ۵۸ ټولټال منډو له جوړولو وروسته واخیستل شوه.

د افغان لوبډلې د لوبې پیل خورا سوکه و، اوپنر رحمان الله ګوربز د ۳۷ توپونو له لوبولو وروسته له ۲۰ منډو سره له میدانه بهر شو او ورپسې بهیر شاه په ۱۲ توپونو ایله وتوانېد څلور منډې جوړې کړي.

د ۳۵ اوور له لوبې مخکې افغان لوبډلې ۱۳۴ منډې تر لاسه کړې وې او ۵ بېټسمینان یا توپوهونکي لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو.

د افغان لوبډلې د لوبې پیل خورا سوکه و

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغان لوبډلې د لوبې پیل خورا سوکه و

اکرام یوازینی افغان لوبغاړی و، چې پر سکور بورډ یې نوم له ۸۰ منډو سره په لومړي سر کې راته، خو ده هم خپله وکټه له لاسه ورکړه.

مېرلو له اکرام پرته درې نور لوبغاړي هم د ۲۴ منډو ورکولو بدل کې له میدانه بهر کړل.

افغانستان به اوس د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه دغو سیالیو کې د درېیم ځای لپاره د هند او پاکستان تر منځ لوبې کې له بایلونکې لوبډلې سره سیالي کوي.