د سعودي مېرمنو ته تاریخي ورځ؛ اول ځل لوبغالي ته لاړې

د عکس سرچینه، Reuters
سعودي عربستان کې مېرمنې په لومړي ځل لوبغالي ته لاړې او د فوټبال سیالۍ ننداره یې وکړه.
په خواله رسنیو کې ډېر انځورونه خپاره شوي، چې ښيي سعودۍ مېرمنې لوبغالي ته د تللو په وخت د ښځو لپاره ځانګړي شوي کتار کې ولاړې دي.
د جمعې په ورځ (د جنورۍ دوولسمه) دوی په جده کې یې د الاهالي او الاباطن لوبډلو ترمنځ د سعودي عربستان د غوره لیګ یوه سیالي ولیدله.
جده ښار کې دې سیالی ته له پلازمېنې ریاض هم درې ملګرې صایمه، صدف او سمیره ورغلې وې.
د خوب لیدل

صایمه ریاض کې زېږېدلې، هورې لویه شوې، زدکړې یې کړې او هلته دنده لري.
هغې بي بي سي ته وویل: "زموږ داسې هرکلی وشو او دومره درناوی مو وشو، چې موږ یې هیله نه درلود، هرڅه ډېر ښه روان و".
د هغې په خبره، لوبغاړي ته ننوتلو کې دومره ګڼه ګوڼه وه چې لوی کتار جوړ شوی و:
"دا زموږ لپاره د خوب لیدل و، موږ سوچ کاوه دا ریښتیا دي که نه؟ د داسې څه هیله مو نه درلوده".
لا ډېرې هیلې

د عکس سرچینه، AFP
سمیره احمد هم هیله منه ده چې له دې وروسته به د لوبو ډګر کې نجونو ته ډېر چانس میلاو شي.
نوموړې چې ښوونکې ده وايي، د ښوونځي پر مهال یې بېډمنټن او باسکېټبال کول:
"خو چې لویه شوم، کومه اسانتیا نه وه، ځکه مې هغه شوق له منځه لاړ".
صدف هم ښوونکې ده او له حکومت مننه کوي چې لوبغالي ته یې د مېرمنو پښه ور ازاده کړه:
"موږ ډېر خوند واخیست، دلته د مختلفو قومونو ډېرې نجونې او ښځې راغلې وې".
دوی درې واړه ملګرې هیله منې دي چې حکومت د مېرمنو لپاره د وختېري او ټولنیزو بوختیاوو نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د سکواش لومړنۍ سیالي

د عکس سرچینه، AFP
په سعودي عربستان کې د ورستي ټولنیز سمون له مخې، مېرمنې د کورنۍ له نارینه وو پرته لوبغالي ته تللی شي.
د شنبې په ورځ هم جده ښار کې مېرمنې د فوټبال سیالۍ د نندارې لپاره بلل شوې دي.
د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به هم دوی په دمام ښار کې یوه بله سیالي وویني.
د دې سیالیو سمبالګر وايي، د مېرمنو د نندارې هرکلی کوي.
پر دې سربېره ډېر ژر به سعودي عربستان کې د مېرمنو د سکواش لومړنۍ سیالي وشي.

د عکس سرچینه، AFP
په وروستیو میاشتو کې سعودي چارواکو د ښځو د شرایطو او حقونو برخه کې سمون راوستلی دی.
د سعودي عربستان ولیعهد وايي، سعودي ځوانان- چې د هېواد ډېری وګړي دي- ټولنیز بدلون غواړي.
محمد بن سلمان په دغه هېواد کې دیني سختي د ریښتوني اسلام او د عربستان له دود او کلتور سره ټکر کې بولي.








