ګاډي چلوونکې سعودۍ مېرمنې له زندانه خوشې شوې

سعودي عربستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې پکې د مېرمنو ګاډي چلول پکې ممنوع بلل کېږي

د عکس سرچینه، na

د عکس تشریح، سعودي عربستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې پکې د مېرمنو ګاډي چلول پکې ممنوع بلل کېږي

سعودي چارواکو هغه دوې مېرمنې له ۷۰ ورځني زندانه وروسته خوشې کړې، چې پر مېرمنو د ګاډي چلولو له بندیز سره سره د ګاډي چلولو پر مهال نیولې شوې وې.

۲۵ کلنه لجین الهذلول او ۳۳ کلنه میساء العمودي هغه مهال نیولې شوې وې، چې د دغه بندیز خلاف یې کمپاین کاوه.

د دوی له نیول کېدو وروسته داسې رپوټونه هم خپاره شوي وو، چې ګواکې دوی به د ترهګري ضد محکمې له لوري محاکمه کېږي.

سعودي عربستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې د مېرمنو ګاډي چلول پکې ممنوع بلل کېږي.

دغه هېواد کې قانوناً د ښځو له لوري په ګاډي چلولو بندیز نه شته، خو یوازې نارینه وو ته د ګاډي چلولو لپاره لایسنس ورکول کېږي او که کومه مېرمن د ګاډي چلولو په حال کې نیوله کېږي، کېدای شي د زندان له سزا یا جریمې سره مخامخ شي.

سعودي عربستان کې مېرمنې د ټولییزو رسنیو په شمول پر یو شمېر فورمونو په دې اړه کمپاین کوي.

دغه هېواد کې قانوناً د ښځو له لوري په ګاډي چلولو بندیز نه شته، خو یوازې نارینه وو ته د ګاډي چلولو لپاره لایسنس ورکول کېږي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دغه هېواد کې قانوناً د ښځو له لوري په ګاډي چلولو بندیز نه شته، خو یوازې نارینه وو ته د ګاډي چلولو لپاره لایسنس ورکول کېږي

لجین الهذلول پروسږ کال هغه مهال ونیوله شوه، چې له متحدو عربي اماراتو نه سعودي عربستان ته داسې حال کې ننوتې وه، چې ګاډی یې خپله چلاوه.

میسا په متحدو عربي اماراتو کې مېشته سعودۍ خبریاله ده او هاغه مهال ونیوله شوه، چې پولې ته د لجین مرستې ته ورسېده.

د بشري حقونو فعالانو د سامبر وروستیو کې ویلي و، چې د دغو مېرمنو قضیه ترهګرۍ ضد محکمې ته لېږدوله کېږي او وايي پرېکړه د ګاډي چلولو لایسنس نه درلودو له کبله نه بلکې پر ټولییزو رسنیو د دوی د تبصرو له کبله شوې.

د دواړو مېرمنو پر ټویټر اکاونټونو ګڼ فالوورز موجود دي.

دغه دواړه مېرمنې داسې مهال له زندانه خوشې شوې دي، چې د برتانیا شاهزاده چارلس د سعودي عربستان له نوي پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره لیدلي دي.

په لیدنه کې شاهزاده چارلس د بلاګر رایف بداوی په اړه هم له پاچا سره خبرې کړې، چې د لس کاله زندان او زرو دورو محکوم شوی دی.

۔