پاکستان کرېکټ بورډ: راشدخان په پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې ګډون کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کرېکټ بورډ ویلي، د اسټرالیايي چټک بالر مایکل جانسن او کریس لین تر څنګ افغان کرېکټ لوبغاړی راشدخان هم د ۲۰۱۸ کال پاکستان سوپرلیګ کرېکټ سیالیو کې برخه اخلي.
د پاکستان کرېکټ بورډ مشر نجم سیټهي په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، چې د وتلیو نړیوالو لوبغاړو جي پي ډومیني، کریس لین، مایکل جانسن، اینجیلو ماتهیوز او ایوین لېویس تر څنګ به راشدخان هم د دغو سیالیو برخه شي.
ځينې په دې باور دي چې ښايي د پېښور زلمي راشد خان واخلي، خو په پاکستان سوپر ليګ کې د اسلام اباد ډين جانز چې د افغانستان په شپږيزه ليګ کې مبصر وو ويلي و چې د خپلۍ لوبډلې لپاره به له شپږېزې ځينې افغان لوبغاړي غوره کوي.

د عکس سرچینه، TWITTER
پاکستان سوپر لیګ ۲۰ اوریزې سیالۍ په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې دي او د ۲۰۱۸ کال سیالۍ به یې درېیم پړاو وي. دغو سیالیو کې شپږ سیمه ییزې لوبډلې برخه لري، چې اسلام اباد یونایټیډ، کراچۍ کینګز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، پېښور زلمي او کوټه ګلډیټرز لوبډلې په کې شاملې دي.
راشدخان دا مهال انټرکانټیننټل سیالیو کې د ګډون چمتوالي لپاره د هند په ګریټر نواډا کې د ملي لوبډلې له نورو غړو سره په تمرین بوخت دی او پاکستان سوپر لیګ کې یې د ګډون په تړاو څه نه دي ویلي.
د پاکستان سوپر لیګ ۲۰۱۷ کال په سیالیو کې د کویټه ګلډیټرز لوبډلې پنځو بهرنیو لوبغاړ پایلوبو کې د امنیتي اندېښنو له کبله له ګډونه انکار کړی و.

د عکس سرچینه، TWITTER
دغو لوبغاړو کې د انګلستان کیون پیټرسن، لیوک رایټ، ټایمل ملز د سویلي افریقا رایلی روسو او د نیوزلانډ نیتھن میککلم شامل وو.
د پاکستان سوپرلیګ پر رسمي پاڼه هم دغو سیالیو کې د راشدخان ګډون تایید شوی دی.
پر خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو دغو سیالیو کې د راشدخان له ګډون سره مخالفت څرګند کړی دی او ویلي دي، چې افغانستان او هند د پاکستان دښمن هېوادونه دي او باید په سیالیو کې د دغو دواړو هېوادونو لوبغاړو ته د ګډون اجازه ورنه کړل شي.

د عکس سرچینه، TWITTER
د پاکستان سوپر لیګ ۲۰۱۷ کال سیالۍ فبرورۍ کې دوبۍ کې پیل شوې او پایلوبه یې د پېښور زلمي او کویټه ګلیډییټرز لوبډلو تر منځ د پنجاب مرکزي ښار لاهور کې وشوې چې د پېښور زلمیانو لوبډلې کوېټه ګلډییټرز ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه او له دې سره یې دغه اتلولۍ ګټلې وې.










