د سږکال اتلولي د راشد لوبډلې په برخه شوه

د عکس سرچینه، ACB
د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۴ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د عکس سرچینه، ACB

د عکس سرچینه، پای لوبه
ډېر خوښ یم.. دا لومړی ځل دی چې زه د یوې لوبډلې مشري کوم. ټولو را سره ډېره مرسته وکړه. زما ډېره هڅه دا وه چې لوبډله مې ښه توپ نیونه وکړي. بریا د ټول ټیم وه.

د عکس سرچینه، راشد خان
خوښ یم چې په شپږېزه کې مو دویم ځای خپل کړ. په پایلوبه کې مو ځینې تېروتنې وکړې چې له امله یې ونه توانېدلو اتلان شو.

د عکس سرچینه، نبي عیسی خیل
چتارا په دې لیګ کې ۱۳ لوبغاړي وسوځول

د عکس سرچینه، ACB
ډېر زیات خوشحال یم چې په دومره لوبغاړو کې زه د لیګ غوره لوبغاړی ټاکل کېږم. کریم صادق له نړیوالو لوبغاړو مننه هم وکړه.

د عکس سرچینه، ACB

د عکس سرچینه، ACB
ظاهر خان د نوی ستوري جایزه خپله کړه. ظاهر خان څو ورځې وړاندې د بنګله دېش غوره لیګ ته غوره شو..
👍 ټولو افغانانو ته دې مبارک وي. د بند امیر بریا د ټول افغانستان بریا ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
· افغانستان د داسې لوبو کوربني کولی شي چې له نورو نړیوالو معیارونو ډېر توپیر نه لري
· افغان زلمي لوبغاړي چې د نړیالو لوبو تجربه نه لري له بهرنیو لوبغاړو سره د سیالۍ وړ دي
· ظاهر خان نوی ستوری دی چې نوی راشد خان یې ګڼلی شو
· د افغان لوبغاړو فیلډینګ ډېر کار ته اړتیا لري
· ځینې افغان زلمي منډه جوړونکي وځلېدل لکه شاهد الله او حضرت الله خو سپېن بالېنګ تر بل هر ډګر پیاوړی ښکاري
د لوبې پر وروستۍ ورځ لوبغالي کې یو شمېر دولتي چارواکي هم د پایلوبې کتلو ته ناست ول. د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي په خپلې وینا کې وویل، ورزش او کرېکټ د افغانانو په یو موټی کولو او په تېره بیا د سولې په راوستو کې ځانګړې ونډه لري.

د عکس سرچینه، ACB
🏏 🎉
د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۵ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د دواړو لوبډلو تر منځ سخته سیالي وشوه او د پای تر اووره یې اټکل نه شو کېدای چې کومه لوبډله به یې ګټي.
د راشد خان لوبډلې بند امیر د لوبې پچه وګټله او لومړی یې په خپله د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

د عکس سرچینه، ACB
د شپږيزې شل اوره سیالیو پایلوبه کې بند امیر، مېس عینک ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۵ منډو ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
سکندر رضا وسوځېدو.. لوبه نور هم په زړه پورې شوه..
په ۳ توپونو ۹ منډو ته اړتیا ده.