کرېکټ: پېښور زلمي لوبډله د ولسمشر غني په بلنه افغانستان ته ځي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عادل شاه زیب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان سوپر لیګ سیالیو اتلې پېښور زلمي لوبډلې ته د بریا مبارکي ویلې او بلنه یې ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.
د پېښور زلمي لوبډلې د مارچ په پنځمه په لاهور کې د کویټه ګلیډییټرز پروړاندې پایلوبې ته لاړه او ددغې لوبډلې په ماتولو یې د لومړي ځل لپاره ټورنمنټ وګاټه.
د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد افریدي بي بي سي پښتو ته وویل، "د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی هغه ته ټېلفون کړی او د ولسمشر غني د مبارکۍ پیغام یې ورته رسولی او بلنه یې ورکړې چې افغانستان ته سفر وکړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
جاوید افریدي وایي، د پېښور زلمي لوبډله به د راتلونکي کال پسرلي کې د شاهد افریدي په ګډون له ټولو پیاوړو لوبغاړو سره کابل ته سفر وکړي.
د هغه په وینا، د پېښور زلمي لوبډله هڅه کوي چې د کرکټ له لارې د دواړو هېوادونو دولتونه او خلک سره نژدې کړي.




