د شپږیزې کرېکټ لیګ پنځم پړاو ځانګړی رنګ

شپږیزه

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د یو شمېر بهرنیو لوبغاړو تر څنګ بهرني لوبڅاران هم دغو سیالیو کې ګډون کوي
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د کریکټ شپږیزې غوره لیګ سیالۍ سبا د دوشنبې پر ورځ پیلېږي او دا ځل یې د تېرو کلونو پرتله رنګ ډېر بدل ښکاري. د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې مسؤلین وايي، دا ځل یې په دغه لیګ کې یو شمېر نوښتونه کړي دي.

تر ټولو مهمه او نوې خبر دا وه چې سیالې لوبډلې په لومړي ځل په لوړه بیه وپلورل شوې، چې په تېر کې یې ساری نه و لیدل شوی.

لوبډلو هڅه کړې، چې یو شمېر بهرني لوبغاړي وپېري او په دې کار بریالۍ شوې هم دي. دغه راز زیاتره لوبډلو د افغان روزونکو ترڅنګ یو شمېر بهرني روزونکي هم ګومارلي چې وکولای شي ښه سیالي وکړي.

افغان لوبغاړو هم په اسانۍ لوبډلو ته لار و نه مونده، بلکې زیاترو یې د بولۍ یا لیلام له لارې لوبډلو خوښ کړل او ویې پېرل، چې په تېر کې دې کار دومره د پام وړ مخینه نه درلوده. شاوخوا شلو شرکتونو د لوبډلو اخیستلو ته زړه ښه کړی و.

د کرېکټ بورډ مسؤلینو په وینا دا ځل به یو شمېر لوبڅاران هم بهرني وي، چې ښايي د دغې لوبې په غوړېدو کې ډېر مهم رول ولري.

شپږیزه

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، سیالې لوبډلې په لومړي ځل په لوړه بیه وپلورل شوې،

که څه هم دغه لوبې پر یوه کورني خصوصي ټلویزیون خپرېږي، خو یو شمېر بهرني مبصرین یې پر ټلویزیونونو د وړاندې کولو لپاره له بهره راغوښتل شوي دي.

د عکاسۍ په برخه کې هم بهرني کارپوهان ورته راغوښتل شوي دي.

دغه لوبې دا مهال ډېرې اوږدې نه دي بلکې د سپتمبر په ۲۲مه به پای ته ورسېږي.

په لومړۍ ورځ به د کابل بازانو او بست ساتونکو او په دویمه سیالۍ کې به د آمو نهنګان او سپین غر لوبډلې سره مخامخ شي. کرېکیټ بورډ وايي، دا سیالۍ به له نړیوال معیار سره سمې ترسره شي.