تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: په بیګ باش کې راشد خان ته لېوالتیا
- Author, سیدولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د بیګ باش سیالیو څو برخه والو لوبډلو د راشد ارمان د رانیولو خبره کړې چې په ډله کې یې د اډيلایډ سټرایکرز لوبډله هم شته.
د نیوز کارپس د راپور له مخې، راشد ارمان د ډېویډ وارنر له لوري بیګ باش سیالیو ته معرفي شوی او وار دمخه یې اډيلایډ سټرایکرز لوبډلې رانیولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
په (ایپيایل) سیالیو کې د راشد ارمان یو بل همډلی او په بیګ باش سیالیو کې د سیډني سیکسر لوبډلې مشر مایس هنریک هم هیله مندي ښودلې چې راشد ارمان خپلې لوبډلې ته جذب کړي.
د سرچینې په خبره، راشد ارمان د هند په (ایپيایل) سیالیو کې پخپله کمالي توپ اچونه خپل لوبډلمشر ډیویډ وارنر متاثره کړی دی.
نوموړي له لومړنیو دوو افغان لوبغاړو چې د هند د کرېکټ د غوره لیګ په سیالیو کې یې لوبه وکړه.
راشد ارمان د (ایپيایل) په سیالیو کې ۶۲.۶ اوسط په لرلو په ۱۴ لوبو کې برخه واخیسته چې ټولټال یې ۱۷ کسان وسوځول.
دغه ۱۸ کلن افغان لوبغاړي چې په (ایپيایل) سیالیو کې یې په ۱۹ منډو د ګوجرات لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول، نو لوبډلمشر ډيویډ وارنر یې ډېره ستاینه وکړه:
"هغه یو ځلېدونکی ستوری دی. هغه د یو ځوان په توګه له موږ سره ډېره مرسته وکړه."
د استرالیا د شل اوریز یا بیګ باش لیګ به د راشد ارمان په را خپلولو په افغانستان کې هم خپل مینه وال زیات کړي.