تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: د زرو کورنیو لپاره مرسته را ټوله شوه
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
افغان کرېکټ ملي لوبډلې د خپل ډول په یوه نوې هڅه کې د جګړه ځپلو سیمو له خلکو سره مرستې ته ملا تړلې داسې چې غواړي د کرېکټ سیالیو کې د پلورل کېدونکو ټکټونو پیسې به د جګړې کړاو ځپلو ته د مرستې په ډول کاروي.
د افغانستان کرېکټ بورډ بي بي سي ته وويل، چې د کندوز د جنگ ځپلو لپاره يې د شل اوريزې لوبې په مټ تر اوسه دومره څه ټول کړي چې د دوى په وينا د زرو کورنيو اړتيا پوره کولى شي.
د کرېکټ بورډ مشر نسيم دانش، وويل، تر اوسه يې د ١٥ زره ډالرو په ارزښت درمل ٥٠٠ کڅوړې غوړي ٣٠٠ بوجۍ اوړه يو نيم ميليون نغدې افغانۍ ټولې کړي دي.
کرېکټ بورډ وايي نيت لري چې د نورو جنگ ځپلو سيمو لکه هلمند او اروزگان لپاره هم په راتلونکي کې دغه ډول هڅې وکړي.
لوبه چا وگټله يا و نه گټله نوره نو مهمه نه ده ځکه لوبغاړو ته د لوبې لوی هدف روښانه دی له بېوزلو هېوادوالو سره یې دلاس نیوي موخه.
په دې سیالۍ کې چې د جمعې له سهار د کابل په کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې ګڼ خلک نندارې ته ورغله او ډېرو د خپلې رخصتۍ ورځ همدغلته په لوبغالي کې تېره کړه.
لوبغاړو په دغه شل اوریزو سیالیو د ګټې ځغاسته تر ډېره د مینې او احساس په منډو اړولې وه په شپږیزو، څلوریزو او تېزو منډو یې خپل مینه وال خوښ ساتل.
د ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدین نایب د لوبې په نیمه ورځ د لوبغالي په یوه څنډه کې بي بي سي سره خبرې کولې داسې خبرې چې له تندي یې ښکاریده چې نن له نورو ټولو ورځو یوې جلا سیالۍ کې ځان ستړی کړی.
ګلبدين نايب وايي، "ریښتیا هم ما ته نننۍ لوبې عجیبه وې او دا د کرېکټ بورډ او د کرېکټ د لوبغاړو یو نیک ګام و چې موږ پرې ورګډ کړو ، زه له خپلو ټولو هېوداوال او سوداګرو غواړم چې خپل بې وسه وطنوال هغوی چې سختو حالاتو کې دي مرسته ورسره وکړي ، خدای ته مې دا هیله ده چې نور دې افغانستان کې بدې ورځې نه وي".
د لوبې نندارچیانو افغان کرېکټ ستوري په لاس پړکولو او شور او ځوږ بدرګه کول ښايي ځینو د کرېکټ له مينې سره د خیر ښېګڼې په فکر هم دغلته د نندارې لپاره وخت بیل کړی و.
خو ډېر داسې هم و چې غوښتل افغان کرېکټ ستوري له نږدې وګوري ځکه چا چې د ټلویزون پر پرده ملي لوبډله لېدلې وه د لوبې مخامخ لیدنه یې یو لویه هیله وه.
افغانستان کې په هنر او لوبو د خیرښېګڼې چاره یو څه نوې ده او ډېره مخینه نه لري، خو د کرېکټ دا سیالۍ یې د دودلو یوه ښه لاره بلل کېږي.
افغان ملي لوبډله چې د دې سیالۍ لپاره خپلو کې دوه ډلګۍ شوې وه د لوبې پر جامو یې دا لیک "سوله او ژوند" د ډېرو سترګو ته خوږه هیله ورکولی شي څه چې د افغانانو لپاره د هر سهار د پیل او هر ماښام د راتلو لپاره پر تندي جوړېدونکې کرښي دي.