تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کندوز زیانمنو شویو لپاره د کریکټ 'خیریه سیالي' کېږي
د افغانستان کریکټ ملي لوبدله د جمعې په ورځ (جولای ۲۱مه) د کندوز د زیانمنو شویو لپاره د مرستو راغونډولو په موخه یوه ورځنۍ سیالي کوي.
کریکټ بورډ وايي، دا سیالي به د جمعې په ورځ غرمه لس نیمې بجې پیل شي او ترلاسه کېدونکې پیسې به یې د کندوز ولایت پر زیانمنو شویو کورنیو ووېشل شي.
د کریکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته وویل، هیله لري چې د شل اوریزې سیالۍ له لارې به شاوخوا یونیم میلیون افغانۍ راغونډې شي.
نوموړي وویل، په دې مرسته کې به خوراکي توکي او پیسې راغونډې شي.
کریکټ بورډ وايي، د کندوز پر زیانمنو شویو کورنیو به د مرستو وېشلو لپاره د جمعې پر ورځ پروګرام جوړوي.
د کندوز جګړه کې د زیانمنو شویو کورنیو د لاسنیوي لپاره ځینو سوداګرو او شخصي شرکتونو هم مرستې کړې دي.
کریکټ بورډ وايي، په دې سیالۍ کې به د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي ولوبېږي.
فرید هوتک وویل، کریکټ بورډ په پام کې لري چې په راتلونکې کې هم د هلمند او د نورو ولایتونو د بې ځایه شویو د لاسنیوي او همکارۍ په موخه ورته سیالۍ جوړې کړي.
دا سیالي به د افغانستان پر ملي تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېږي.