د ښځينه کرېکټ نړيوالې اتلولۍ لومړنۍ لوبه پيل شوه

ښځينه کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انګلستان د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

د کرېکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) د ښځو ۲۰۱۷ نړیوال جام سياليو لومړۍ چې لوبه د انګلستان او هند تر منځ ده په کې د انګلستان په ډابري کې پيل شوه.

انګلستان د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

د ښځو نړیوال جام سږ کال سياليو کې اته هېوادونه اسټرالیا، انګلستان، نيوزيلنډ، ویسټ انډیز، هند، سویلي افریقا، پاکستان او سريلاکا لوبې کوي.

د کرېکټ نړېوالې شورا د لوبډلو ترمنځ د سیالۍ لپاره خپل حساب له ۲ میلیون امریکايي ډالرو پیل کړ چې د تېر نړیوال جام پرتله لس ځله ډېر دی. کټونکې لوبډله له ځانه سره د ۶۶۰٫۰۰۰ ډالرو چک وړي او دوهمه لوبډله ۳۳۰٫۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي. ان د ډله ییزې سیالۍ غړي هم ۲۰٫۰۰۰ ډالر لاس ته راوړي.

پخواني سیالان هند او پاکستان به د جولای پر دوهمه له یو بل سره سیالي کوي. سره له دې چې هند غښتلی ښکاري خو پاکستان ته هم باید په کمه سترګه و نه کتل شي.

په ۲۰۱۳ کال کې استراليا د ښځينه کرېکټ اتلولي ګټلې وه.

ټاکل شوې دغه سيالۍ به دانګلستان او وېلز په پنځو لوبغالو کې وشي او وروستۍ هغه به په لارډز لوبغالي کې ترسره شي.