د هند کرېکټ لوبډلې روزونکي استعفا وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند د کرېکټ د ملي لوبډلې روزونکي انیل کومبلې له لوبډلمشر ویرات کولي سره د لانجو له امله له خپلې دندې استعفا کړې ده.
کومبلې له تېر یوه کال راهیسې د لوبډلې روزونکی و او ویلي یې دي، چې کولي د ده د روزنې له بڼې سره همغږی نه و.
د هند کرېکټ بورډ په مې میاشتې کې د نوي روزونکي لپاره د نوماندانو غوښتنلیکونه غوښتي وو، خو وروسته یې د کومبلې یو کلن قرارداد نور هم پسې وغځاوه.
د روانې میاشتې د اتلانو جام سیالیو له پیلېدو وړاندې ویرات کولي له کومبلې سره د مخالفت رپوټونه رد کړي وو.
هند د دغو سیالیو په پایلوبه کې د پاکستان لخوا مات شو.
د انیل کومبلې تر روزنې لاندې هندۍ لوبډلې په تېر یوه کال کې د اوولسو ټېسټ لوبو له ډلې ۱۲ ګټلې او له نیوزیلینډ او انګلستانه یې د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ګټلې دي.
هند له وېسټ انډیز سره د پینځو یو ورځنیو او یوې شل اوریزې لوبې لړۍ له را روانې جمعې ورځې پیلوي.

د عکس سرچینه، Getty Images





