مصباح الحق له نړیوالو لوبو استعفا کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان ټسټ لوبو کپتان مصباح الحق ویلي، د اپرېل پر ۲۱مه، د ویسټ انډیز پروړاندې له سیالیو وروسته به له نړیوالو سیالیو لاس پر سر شي.
۴۲ کلن پخواني بېټسمن د پنجشنبې په ورځ د قذافي سټډیم کې له لوبو د لاس په سر کېدو دا اعلان په یوه خبري غونډه کې وکړ.
نوموړي له ۲۰۱۰ کال راهیسې د ۵۳ ټسټ لوبو کپتاني کړې ده، چې سږ کال د غوره پنځو کریکټ لوبغاړو په نوملړ کې هم راغی.
پاکستان په کینګسټون کې د اپرېل پر ۲۱مه له ویسټ انډیز سره درې لوبې لري.
مصباح الحق وول: "زما د کریکټ سفر ډېر ښه و. زما په مسلکي ژوند کې ډېرې ټیټې او ژورې مخې ته راغلې، خو اوس زه پر خپل حاضر وخت ډېر پام کوم".
نوموړی د ۲۰۱۰ کال لومړیو کې له لوبو وایستل شو، خو د خپل سلف سلام بټ له لیرې کېدا وروسته کپتان شو.
سلام بټ له محمد عامر او محمد اصف سره یوځای بندي شو.
مصباح د پاکستان ټیسټ لوبو پیاوړی کپتان دی، چې له ټول ټال ۵۳ لوبو یې ۲۴ ګټلې دي.
نوموړي په ۷۲ ټسټ لوبو کې ۴٫۹۵۱ منډې کړې.
دی وايي، له ویسټ انډیز سره راتلونکې سیالي د بریا پر لور د خپلې لوبډلې د بېولو لپاره غوره فرصت دی.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
مصباح الحق له ۲۰۱۱ د ۲۰۱۵ کال تر نړیوال جام پورې د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو غوره کپتان تېر شوی.
نوموړي د اتو ټي۲۰ سیالیو کپتاني کړې ده.









