خوست کې د فوټبال لیګ ته د غوره لوبډلو ټاکل

د خوست فوټبال لیګ ته د دوو پیاوړو لوبډلو او لوبغاړو د موندلو په موخه پيل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
خوست کې ازاد خبریال احمد شاه متونوال لیکي، د خوست د اولمپیک امر عزیز ملنګ وایي، یادې سیالۍ شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، چې د دغه ولایت لس غوره لوبډلو پکې برخه لرله.
ده وویل: "پایلوبې ته د خوست د مرکز د کجیرې کلي او د متون د ګلزاراکا لوبډلو لاره پيدا کړې وه، چې کجیري کلي لوبډلې اتلولي په خپله نوم کړه."
د فوټبال دغو سیالیو ته د نندارې په موخه هر مازیګر سلګونه نندارچیان راټولیدل.
لوبغاړي که څه هم د دا ډول لوبو ترسره کېدو ته خوښ وو، خو وایي، چې د دوی لپاره هر اړخیزه پاملرنه په کار ده.
د دغو سیالیو یوه برخه وال لوبغاړي محمد امین بي بي سي ته وویل: "زموږ د لوبډلې د زیاترو لوبغاړو مسلکي وړتیاوې کمزوري دي په ولسوالیو او د مرکز لیرې پرتو برخو کې معیاري لوبغالي نشته او همداسې په ترتیب نورې ډېرې ستونزې د دې لامل شوې، چې زموږ لوبغاړي د فوټبال له لوبې مخ واړوي."

دی وایي، که ستونزو ته یې رسیدګي وشي، نو خوست کې د فوټبال پیاوړي استعدادونه شته.
د خوست د اولمپیک امریت مسؤولین وایي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۵ بېلابېل فدراسیوانونه فعالیت لري، چې نژدې ۵۰ زره لوبغاړي پکې لوبې پرمخ وړي، خو بیا یې هم پروړاندې د غره غوندې ستونزې شته.








