د هند غوره لیګ کرېکټ سیالیو خپراوي ته د ټویټر او فېسبوک لیوالتیا

ای پي ایل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ای پي ایل لوبو کې د هندي فلمي صنعت وتلیو شخصیتونو پانګونه کړې

فېسبوک او ټویټر د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو ( ای پي ایل ) د رسنیزو حقونو پر رانیولو غور کوي.

د هند کرېکټ بورډ چارواکو ویلي، ټویټر او فېسبوک د دغو ۲۰ اوریزو سیالیو رسنیزو حقونو رپېرودلو ته لیوالتیا څرګنده کړې.

چارواکي وايي، د دغو ټولنیزو رسنیو تر څنګ یو شمېر نورې رسنۍ هم غواړي د خپراوي حقونو تر لاسه کولو دغه سیالۍ کې ګډون وکړي. ښايي د اکتوبر پر ۲۵ نېټه له ۲۰۱۸ وروسته د رسنیزو حقونو لپاره لیلامي وشي.

هند کې کرېکټ لوبې ډېر مینه وال لري او په ای پي ایل لوبو کې د هندي فلمي صنعت وتلیو شخصیتونو پانګونه کړې.

د هند کرېکټ بورډ بي سي سي ای چارواکو ویلي 'وتلیو ټولیزو رسنیو د ای پي ایل خپراوي رسنیزو حقونو تر لاسه کولو لپاره ځانګړې لیوالتیا څرګنده کړې. '

ای پي ایل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند کې کرېکټ لوبه ډېر مینه وال لري

د بورډ مشر انوراګ ټهاکر وايي ''دا به د هند کرېکټ لپاره ډېره د خوښي خبره وي، زه د ټولیزو رسنیو دغې لیوالتیا ته په کتو ډېر خوښ یم. ''

نوموړی زیاتوي ''پر بېلو رسنیو د بېلو برخو خپرول ډېر مهم شوی، دا ځل د ټلویزیون، انټرنېټ او موبایل حقونه پلور ته وړاندې کېږي. ''

په دې اړه ۱۸ کمپنیو داوطلبي کې برخه اخیستې او دا ښيي، چې بازار پر هند غوره لیګ باور کوي. ویل کېږي د هند کرېکټ بورډ تمه لري، چې د ټلویزیوني، انټرنېټ او موبایل حقونو پلورلو له لارې به څلور نیم میلیارده ډالره تر لاسه کړي.