تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اېلون مسک د ټویټر نیلي مرغۍ لوګو پر X اړولی
د ټویټر خاوند اېلون مسک وايي، غواړي د دې خواله رسنۍ د مرغۍ لوګو پر اېکس (X) بدله کړي. ښاغلي مسک چې د نړۍ تر ټولو شتمن سړی دی، د خپل کاروبار نوم 'اېکس' ته اړولی دی.
هغه ویلي د ټویټر نوم او لوګو باید لا ډېر مخکې بدل شوي وای.
د رپوټونو له مخې دغه میلیاردر غواړي د (اېکس) په نوم یو 'سوپر اپ' جوړ کړي چې د چین 'ويچټ' ته به ورته وي.
نوموړي یکشنبه پر خپل ټویټر یوه پیغام کې لیکلي "موږ به ژر د ټویټر له برنډ او په کراکر کرار له ټولو مرغیو سره خدای پاماني وکړو."
د یادونې وړ ده چې ښاغلی مسک وخت ناوخت داسې څرګندونې هم کوي، چې جدي نه وي یا نه عملي کېږي.
هغه وروسته وویل چې د همدې ورځې پای کې به یوه لنډمهاله لوګو انلاین شي.
بلخوا د ټویټر اجراییه رییسي لېنډا یاکارینو هم لیکلي چې دغه شرکت لپاره تازه برنډ یو نوی په زړه پورې فرصت دی.
هغې زیاته کړې "ټویټر ستره اغېزه وښندله او زموږ د اړیکو لار یې بدله کړه. اوس به 'اېکس' لا پسې مخکې ځي او نړیواله څلورلارې به بدلوي."
'سوپر اپونه' له تېرو څو کلونو راهیسې اسیا کې د ځینو خلکو د ورځني ژوند مهمه برخه جوړوي.
د هند 'پی ټياېم' او د اندونیزیا 'ګو جېک' د دوی ښې بېلګې دي.
دغه کاریالونه خپلو کارنو یا کاروونکو ته اجازه ورکوي، چې د یوه مالي سیستم له لارې د خدماتو پیسې ورکړي.
ويچټ د خواله رسنۍ او پیغام استولو پلټفارم دی، چې د بېلابېلو خدماتو له کبله یې ګڼ شمېر کاروونکي او د سیمې په کچه سترو کاریالونو کې ځای موندلی دی.
تېر کال اټکل شوی و چې دغه پلټفارم یوازې په چین کې ۱ اعشاریه ۲۹ میلیارد کارن لري.
د مرغۍ لوګو
ټویټر کمپنۍ تر هغې وروسته چې د ۲۰۲۲ کال اکتوبر کې ښاغلي مسک پېرلې، خپل سوداګریز نوم (اېکس) کارپ ته اړولی.
خو د ټویټر ویبپاڼه وايي د اسماني مرغۍ لوګو د دې کمپنۍ تر ټولو ډېره پېژندل شوې پانګه ده او همدا لامل دی چې ډېره په پام یې ساتلې ده.
ټوېټر تېر اپرېل کې خپله لوګو د لنډمهال لپاره پر 'شیبا اینو' سپي بدله کړې وه.
د خواله رسنیو دغه پلټفارم تېره میاشت تر هغې وروسته له پراخو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شو، چې ښاغلي مسک وویل، خپلو کارنو ته د پيغامونو لیدو د ورځنۍ کچې محدودیت ټاکي.
دا اعلان د دې لامل شو چې د فېسبوک مېټا کمپنۍ لخوا د ټویټر سیالۍ لپاره جوړ شوي کاریال 'ترېډز' ته د پیل په پنځو ورځو کې تر ۱۰۰ میلیونو ډېر کسان سر ورښکاره کړي.