تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ترېډز؛ انسټاګرام له ټویټر سره د سیالۍ لپاره نوی اپلیکشن پیل کړ
- Author, کریس والانس او جیمز کلایټون
- دنده, بي بي سي
د فېسبوک او انسټاګرام ملکیت لرونکي شرکت میټا مشر مارک زوکربرګ وايي، د دوی شرکت له لوري نوی پیل شوی پیغامیز اپلکېشن ترېډز به له خواله رسنۍ ټویټر سره په سیالۍ کې مخکې شي.
ماهرین وايي، دا نوی اپلکېشن ښايي د ټویټر هغو کاروونکو پام ځانته کړي، چې په ټویټر کې له وروستیو بدلونونو خوښ نه دي.
ترېډز تر اوسه د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې تر اوسه نه دی پیل شوی، کاروونکو ته په یوه پیغام کې د ۵۰۰ کلیمو لیکلو اجازه ورکوي او د ټویټر په څېر ګڼې ځانګړنې لري.
ښاغلی زوکربرګ وايي له پیل ایله څلور ساعته وروسته د هغو کسانو شمېر له پنځو میلیونو اوښتی، چې د دې اپلکېشن کارول یې پیل کړي دي.
له دې مخکې له نوموړي پوښتنه وشوه چې ایا دوی هوډ لري چې دا اپلکېشن به ''د ټویټر پرتله هم لوی '' وي، نوموړي وویل: ''دا به یو څه وخت واخلي، خو زه فکر کوم د خلکو بحث لپاره داسې ولسي اپلکېشن باید وي، چې د کاروونکو شمېر یې له یو میلیارد کسانو زیات وي. ټویټر دا فرصت درلود، چې همدومره خلک ولري، ویې نه ساتل، هیله من یو موږ به یې وساتو. ''
د بریتانیا په ګډون په نژدې ۱۰۰ هېوادونو کې همدا اوس دا اپلکېشن عملاً کارول کېږي، خو د انتظامي اندېښنو له کبله تر اوسه پورې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د دې اپلیکشن پیل نه دی شوی.
میټا شرکت چې د فېسبوک، انسټاګرام ملکیت لري، د تریډز اپلېکېشن اوسنۍ بڼه ''لومړنۍ ''هغه بولي او په وینا یې په راتلونکي کې به نورې اسانتیاوې هم پکې رامنځته کړې، چې د ماستوډون په ګډون به د نورو خواله رسنیو اپلکېشنونو له کاروونکو سره اړیکه نیول هم پکې شامل دي.