تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ۲۰۲۳ کې کوم هېوادونه سپوږمۍ او ترې هاخوا ماموریتونه پیلوي؟
په ۲۰۲۳ کال کې به روسیه او هند او د اروپا فضايي اداره سپوږمۍ او لیرې فضا ته ستورمزلي واستوي.
دا کار وروسته تر هغه کېږي چې ناسا په وروستیو کې د اټمیس ۱ ماموریت ترسره کړ، د سپوږمۍ شاوخوا یې خپل څېړنې وکړې چې د سپوږمۍ سطحې ته د ځینو کسانو استولو ته لاره هواره کړي.
څوک به سپوږمۍ ته خپل کسان واستوي؟
هند به د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې سپوږمۍ ته د (چندریان ۳) په نامه ماموریت پیل کړي، هلته به یوه د سپوږمۍ د سطحې څېړلو لپاره یوه روباټیکه مصنوعي سپوږمکۍ واستوي. هند لومړی ځل په ۲۰۰۸ کال سپوږمۍ (چندریان ۱) مصنوعي سپوږمکۍ استولې وه.
روسیه د ۲۰۲۳ کال جولای پر ۲۵مه د لونا په نامه ماموریت پیلوي او له خپلو جنوبي قطبي سیمو به په اړه مالومات راغونډ کړي.
د امریکا سپېس اېکس شرکت هم پلان لري چې جاپانی میلیاردر یوساکو مایزاوا او اته نور ستورمزلي د ۲۰۲۳ کال وروستیو کې د سپوږمۍ شاوخوا برخو ته واستوي.
دا به د سټارشیپ فضایي بېړۍ لومړنی ماموریت وي چې تر ۱۰۰ کسان به لېږدوي.
د امریکا فضايي اداره (ناسا) هم پلان لري چې په ۲۰۲۴ کال کې سپوږمۍ ته خپل راتلونکی (ارټمیس ۲) نومی ماموریت پیل او فضايي ستورمزلي به د سپوږمۍ شاوخوا چورلېدو لپاره ورسره بوځي.
په پام کې ده چې د امریکا دا اداره په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې ارټمیس ۳ ماموریت هم ولري، چې په دې سره به لومړنۍ ښځه او لومړنی تورپوستی سړی د سپوږمۍ پر سطحه پښې کېږدي.
دا به په ۱۹۷۲ کال کې د "اپولو" له ماموریت وروسته لومړی ځل وي چې انسانان به د سپوږمۍ پر سطحه وګرځي. ناسا وايي په دې ماموریت کې به د "سپېس اېکس" شرکت (سټار شیپ) له فضايي بېړۍ ګټه واخلي.
چین اعلان کړی چې له روسیې سره په ګډه هب تر ۲۰۳۵ کال پورې پر سپوږمۍ یوه ګډه هډه جوړه کړي، خو ددې پروژې لپاره یې تر اوسه مهالوېش نه دی جوړ کړی.
ولې هېوادونه سپوږمۍ ته ستنېږي؟
لکه د هاروارډ مرکز کې ستورپېژندونکی ډاکټر مکډوېل چې وايي، د امریکا، روسیې او چین په شان فضايي قوتونه هوډ لري چې پر سپوږمۍ د ستورمزلو د ژوندانه لپاره اډې جوړې کړي.
"له سپوږمۍ نه به د مریخ په حېر ځایونو ته د تللو د تمځي کار واخیستل شي، دا لویه فضا کې د ازموینو تر ټولو ښه ځای دی".
د پورټسموت پوهنتون د فضايي پروژې مشر ډاکتره لوسینډا کېنګ وايي، له سپوږمۍ نه د فضايي بېړۍ توغول لویې فضا ته له ځمکې نه د سفر پرتله لږ سونتوکي غواړي.
دا وايي، پر سپوږمۍ د سونتوکو سرچینه موندل شوې ده.
ډاکټره کېنګ زیاتوی: "ښکاره ده چې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې اوبه شته. دا اوبه پر هایډروجن او اکسیجن وېشل کېږي، چې مریخ او نورو ځایونو ته د بېړیو د سفر د سونتوکو په توګه ګټه ترې اخیستل کېدای شي".
په ۲۰۲۳ کې د فضا نور ماموریتونه څه دي؟
ناسا به د "سایکي"په نامه یوه فضايي بېړۍ د ۲۰۲۳ اوړي کې د سایکي ۱۶ کوچنۍ سیارې د کشفولو لپاره واستوي، باور کېږي چې دا به د شمسي نظام په لومړیو ورځو کې د جوړې شوې سیارې پاتې شوني وي.
د اروپا فضايي اداره یا اي اېس اې هم د ۲۲ اروپايي هېوادونو په ملاتړ د ۲۰۲۳ په اپرېل میاشت کې د (JUICE) ماموریت لپاره چمتووالی نیسي.
دا ماموریت به په اوبیز کنګل کې د ژوند د نښو په اړه څېړنه وکړي چې باور کېږي د دریو مشتري سیارو تر سطحې لاندې پروت دی.
پر اوکرایین د روسیې د یرغل په تړاو د احتجاج له کبله د اروپا فضايي اداره به راتلونکی کال په فضايي مدار کې روسی توغندی د اکلیدس ټیلیسکوپ لپاره ونه کاروي. پر ځای به یې د سپېس اېکس شرکت فالکون ۹ توغندی وکاروي.
چین د ۲۰۲۳ ډیسمبر میاشت کې د ځمکې په ښکتني مدار کې د خپل (چانشان) په نامه ټیلیسکوپ لپاره چمتووالی نیسي چې د لیرې ستورو او تورو سوړو نخچې رسم کړي.
ډاکتر مکډویل وايي: "په وروستیو کلونو کې انسانانو ته د مریخ او هاخوا برخو لید ډېر شوی دی".
ځکه نو د امریکا، روسیې او اروپا ترڅنګ په وروستیو کلونو کې د چین او هند په شان هېوادونه قوي فضايي هېوادونه شول.
"ددغو هېوادونو حکومتونه داسې انګېري چې: که راتلونکې همداسې وي، نو موږ خپل هېواد له کاروان شا ته پرېښودل نه غواړو".