تر راتلونکې اونۍ به د ټویټر شرکت دفترونه بند وي

إيلون مسك

د عکس سرچینه، Getty Images

ټویټر خپلو کارمنانو ته ویلي چې خپل اداري دفترونه به په موقت ډول وتړي او دا پرېکړه سم لاسي اجرا شوې ده.

په یوه پیغام کې د ټویټر شرکت کارمنانو ته - چې بي بي ‌سي ترلاسه کړی- راغلي د شرکت دفترونه به راتلونکې دوشنبه بېرته پرانیستل شي، خو د تړل کېدو د پرېکړې انګیزه یې نه ده یاده شوې.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټویټر ځینو کارمنانو ته د ټویټر د نوي مشر ایلون مسک ویلي چې باید په لا جدیت کار وکړي، یا دې دنده ‌پرېږدي او له شرکت ووځي.

داسې رپوټونه شته چې د ټویټر شرکت ګڼ کارمنان د ښاغلي مسک دې شرطونو ته غاړې اېښودو ته حاضر نه دي نو ځکه یې استعفاوې ورکړې دي.

د ټویټر یوه پخواني کارمن چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې بي بي س‍ي ته ویلي: "زما په اند دا به په ډاګه شي چې احتمالاً تر ۲۰۰۰ کسانو کم اوسني کارمنان پاتې دي".

ده ویلي، د هغه د ټیم ډېری ملګري وتلي دي.

د ده په وینا، "ددغې ډلې مشر او مستقیم مشر له دندې لاس په سر شول".

یوه بل کارمن هم ویلي، حاضر وو چې هره ورځ د اوږد وخت لپاره کار وکړي، خو بیا یې هم له دندې لاس پر سر کېدل غوره ګڼلي.

ده ویلي: "نه مې غوښتل له داسې چا سره کار وکړم چې څو ځله یې ایمېل کې ګواښلی یم، دلته باید یوازې استثنايي کسان کار وکړي، حال دا چې ما به مخکې اونۍ کې له ۶۰ تر ۷۰ ساعتونو کار کاوه".

ټویټر

د عکس سرچینه، Twitter

ټویټر لاهم په دې اړه د بي بي سي پوښتنو ته ځواب نه دی ویلي.

د ټویټر په تړاو غبرګون کې د دغه شرکت مخکني مرستیال مشر بروس ډیزلي بي بي سي ته ویلي، د ټویټر مخکنیو انجنیرانو ادعا کړې چې دا ټولنیزه رسنۍ ښايي تر دوشنبې له کاره ولوېږي.

دی وايي "که رښتیا هم ډېر انجنیران ایستل شوي وي، امکان لري ټویټر دوام ونه کړای شي".‌

مخکې له دې چې اېلون مسک د ټویټر کنټرول خپل کړي، دغه شرکت شاوخوا ۷۵۰۰ کارمنان لرل او د رپوټونو پربنسټ زرګونه نور قراردادي کارمنان یې درلودل چې ډېری یې ایستل شوي دي.

د نړۍ تر ټولو شتمن سړي اېلون مسک ټویټر شرکت په ۴۴ میلیارد ډالرو واخیست او د ټویټر اجرایوي مشر هم شو.

ښکاري چې ښاغلی مسک د ټویټر د بندېد د رپوټونو په لړ کې اندېښمن نه ښکاري، ده یو ټویټ کړی چې پکې وايي: "غوره خلک پاتې دي، نو زه ډېر اندېښمن نه یم".