کنعان کې له تریاکو د ګټې اخیستو تر ټولو لرغوني اثار کشف شوي

د مړي هډوکي

د عکس سرچینه، ASSAF PERETZ, IAA

په لرغوني کنعان- اوسني اسرائیل- کې له تریاکو د ګټې اخیستو تر ټولو لرغوني شواهد موندل شوي دي.

لرغون پېژندونکو د اسرائیلو پلازمېنې تل ابیب سوېل ختیځ شاوخوا ۱۱ کیلومترۍ کې خټین لوښي موندلي.‌

دا سیمه د مړو خښولو ځای دی.‌

دوی وايي، ددغو خټینو لوښو لرغونتوب شاوخوا ۳۴۰۰ کلونو ته رسېږي او ظاهراً د تدفین مراسمو لپاره ګټه ترې اخیستل شوې ده.

د کشف یاده سیمه یوه لرغوني پېر کې استوګنځی و.

دا لوښي په ۲۰۱۲ کال کې د اسرائیلو د لرغون پېژندونکو په مټ د کیندنو پرمهال رایستل شوي وو.‌

اټکل دی چې لرغونې زمانه کې اوسنۍ ترکیه د تریاکو د کرکېلې ځای و او د قبرس له لارې یهود و ته لېږدول کېدل.

ددغه رپوټ له مخې، هغه لوښي چې تریاک پکې لېږدول کېدل په قبرس کې جوړ شوي.

کنعان کې خټین لوښی

د عکس سرچینه، Ariola Yekuel, IAA

‌دغه لوښي د هغې ټولګې برخه دي چې اټکل کېږي له مړو سره آخرت ته د ډالۍ په توګه خښ شوي.

لوښي د کوکنارو د غونډ ګل په بڼه جوړ شوي.‌

په اسرائیلو کې د لرغون پېژندنې ډاکټر ران بیري ویلي: "ښايي د ځانګړو مراسمو پرمهال د مړي خپلوانو د روح د احضار او د شفاعت د غوښتنې لپاره له تریاکو ګټه اخیستې وي".

څېړونکو دوه کاله مخکې د اسرائیلو سوې ختیځ تل اراد په یوه ۲۷۰۰ کلن لرغوني معبد کې د نشه يي موادو یوه ماده کشف کړې وه.

دوی ویلي، له دې مادې په دیني مراسمو کې ګټه اخیستل کېده.‌