ارتمیس ۱: ناسا وایي سپوږمۍ ته یې د فضايي بېړۍ استولو ماموریت بیا ځنډېدلی

SLS rocket

د امریکا فضایي څېړنو مرکز ناسا لخوا سپوږمۍ ته د "ارتمیس ۱" توغندي د توغولو چاره بیا وځنډېده.

رپوټونو کې ویل شوي چې دا ځل ځنډ ښایي اوږد شي او څو اوونۍ وخت واخلي.‌

د دې بېړۍ لېږدوونکی توغندی باید ان تېره دوشنبه د فلورېډا کې له کېنېډي فضايي مرکزه توغول شوی وای، خو دا کار د تخنیکي ستونزو له کبله ونشو.

د فضايي توغونې سیستم "اېس اېل اېس" دا لېږدونکی توغندی د تېلو لیک کېدو له کبله له الوتنې پاتې دی.

اوس انجنیرانو پتیلې چې دا سیستم د توغولو ډګر کې د کتنې پر ځای ورکشاپ ته ولېږدوي او هلته یې وګوري.‌

په دې توګه به سپوږمۍ ته د دې بېړۍ استولو پلان کې څو اوونۍ ځنډ راشي او ښایي د اکتوبر تر نیمايي مخکې یې دریم ځل لپاره د توغېدو هڅه وشي.

اېس اېل اېس تر دې دمه ناسا لخوا جوړ شوی تر ټولو ځواکمن توغندی دی.

ارتمیس پروژه په دې هدف پیل شوې چې تر نیمې پېړۍ وروسته سپوږمۍ ته د انسانانو لېږلو او هلته د څېړنو ماموریت بیا پیل شي.

وروستۍ ځل سپوږمۍ ته په ۱۹۷۲ زېږدیز کال د اپولو پروژې اډانه کې ماموریت ترسره شوی و.

ارتمیس-۱ فضايي بېړۍ کې چې ۱۰۰ متره اوږوالی لري ستورمزلي نشته، خو راتلونکو الوتنو کې همدا ماموریت ورترغاړې دی نو ځکه یې هره ستونزه په غور او دقت څارل کېږي.

Artwork: Orion sent to the Moon

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح، اوریون کپسول چې ستورمزلي به پکې وي

د انجنیرانو اندېښنه دې ته ده چې وګوري د ستورمزلو لېږدېدو ته د دې بېړۍ کې د جوړې شوې خونې 'اوریون' د تودېدو مخنیوي ډال د ځمکې اتموسفیر ته د بېرته راګرځېدو پر مهال څنګه څومره خوندي پاتې کېږي.

تمه ده چې ارتېمیس پروژه به راتلونکې کې مریخ ته هم د انسانانو د لېږلو پروګرام ته لار پرانیزي.