د ماشوم تغذیه او وده؛ څه ورکړو څه ور نه کړو؟

Mother and baby holding hands

د عکس سرچینه، PA Media

د ژوند لومړنۍ دوه زره ورځې، یعنې تر پنځه کلنۍ موده، د هر ماشوم د فزیکي ودې او روغتیا لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

بېلابېلو څېړنو ښودلې په دې موده کې چې ماشوم له کومو پړاونو تېرېږي اغېز یې د کلونو لپاره دوام کوي.

د همدې لپاره متخصصان دې موده کې د ماشوم د ودې په اړه د خوړو پر اهمیت ټینګار کوي.

بي بي سي د طبي متخصصینو او د تغذیه د برخې د کارپوهانو سره د مرکو پر بنسټ کولی شو تاسو ته ووایو چې ماشوم ته هره ورځ څه شی ورکړئ.

مونیکا موریتزاوسن چې برازیل کې د ماشومانو د یوې پالونکې ټولنې غړې ده وایي د ماشومانو د ژوند د لومړیو پنځو کلونو هره ثانیه کې په میلیونونو نوې عصبي اړیکې رامنځته کیږي او د دې لپاره صحي خواړه اړین دي.

د مونیکا په خبره د فزیکي ودې او وزن لپاره ښه تغذیه خورا اړینه ده.

روغتیاپالان وایي ماشوم ته باید تر شپږ میاشتو یوازې د مور شیدې ورکړ شي.

په برازیل کې د البرټ آینسټاین روغتون د ماشومانو ناروغۍ ډاکټر جوس نیلیو کاویناټو په وینا، "د مور شیدې د ماشوم لپاره بسنه کوي، نه اوبه یا بل څه."

د مور شیدې داسې خواړه دي چې ټول هغه مواد لري چې د اسهال یا التهاب، تنفسي ناروغیو او حساسیت په څېر له ګڼو ناروغیو د ماشوم د ژغورلو وړتیا لري.

همدا ډول د مور شیدې په ماشوم کې د ساه لنډۍ او د شکر د پراختیا خطر هم را لږوي.

متخصصین وايي، د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې د مور شیدې د غذايي موادو له اړخه بډایه وي، میندې هم باید خپلو خواړو ته ځانګړې پام وکړي.

Children eating a school meal

د عکس سرچینه، Getty Images

جوس نیلیو کاویناټو وايي چې مور باید ښه خواړه وخوري "د بېلګې په توګه، موږ سپارښتنه کوو چې په ورځ کې یوه هګۍ او په اوونۍ کې یو ځل کب وخورئ چې ډاډ ترلاسه شي ماشوم د دماغي ودې لپاره اړین غذايي مواد برابر شوي دي."

ډاکټران وايي چې له اضافي پروسس شويو خواړو باید ډډه وشي او که اړتیا وي نو ویټامین ډي، اومیګا او اوسپنې اضافي مواد باید واخیستل شي.

ډېر ښايي د دغو خوړو امکانات ونه لري، خو مهمه دا ده چې د شیدې ورکوونکې مېندې د امکان تر حده ډیر خواړه په خپل رژیم کې شامل کړي.

هغو میندو ته چې د ځینو د لایلو له کبله خپل ماشوم ته شیدې نه شي ورکولای، د فارمولا شیدو د ورکړې سپارښتنه کېږي .

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې میندې باید لږ تر لږه تر دوو کلونو پورې ماشوم ته خپلې شیدې ورکړي، په لومړيو شپږو میاشتو کې د مور له شېدو پرته باید هیڅ ډول خواړه ور نه کړل شي خو په اوومه او اتمه میاشت کې بیا یو یا دوه ځله د مور د شیدو تر څنګ مېوه او نور حبوبات باید ورکړل شي.

په نهمه میاشت کې، ماشوم ته په تدریجي ډول نور خواړه پیل کړئ، په دې خوړو کې حبوبات، پروټین، سبزیجات او دال باید شامل وي خوړ مالګه باید ونه لري.

جوس نیلیو کاویناټو وايي د یوې روغتیایې کړنلارې له مخې باید د ورځې دوه اصلي خواړه د غرمنۍ او ماښامنۍ لپاره پلان شي چې دا ماشوم او د هغه راتلونکي ژوند لپاره ګټور وي.

School boy eating a sandwich - generic image

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه څه چې د ماشومانو او لویانو د خوړو په رژیم کې د شاملولو لپاره خورا مهم دي سبزیجات دي چې باید لږترلږه ستاسو د خوړو ۵۰ سلنه جوړه کړي .

روغتیاپالان همداراز وایي له یو تر دووه کلنۍ پورې ماشومانو ته باید په ورځ کې دوه ځله او له دوو تر پنځه کلنو ماشومانو ته په ورځ کې درې ځله سبزیجات ورکړل شي.

پاڼې لرونکي سبزيجات د فایبر، ویټامینونو، او همدارنګه د فولیک اسید او اوسپنې په څېر منرالونو ښه سرچینه ده او اوسپنه د ماشوم د دماغ ودې لپاره خورا مهمه ده.

د دې کمښت په ټوله نړۍ کې عام دی، د اوسپنې د کمښت انیمیا یو ډول دی، او د ماشوم حسي او حرکتي وده اغیزمنولاي شي.

فولیک اسید د عصبي سیستم لپاره مهم دي، او د هغه کمښت ځینې وختونه د بدلونونو په توګه څرګندیږي چې درملنه یې ناممکنه ده.

د فایبر نشتوالی هم پخپله په یو شمېر ناروغیو کې څرګندیږي، لکه قبضیت، حساسیت او د معافیت سیستم کمزورتیا.

متخصصین په دې باور دي هغه ماشومان چې هره ورځ د اړتیا وړ ویټامین سي (Vitamin C) نه ترلاسه کوي د پوستکي ناروغیو، د اوسپنې کمښت، د غاښونو کمزوري، د هډوکو کمزوري او د زخمونو د رغېدو له ځنډ سره مخ کیږي .

همدا ډول د ویټامین A کمښت له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د سترګو د کمزورتیا یا ړوندوالي لامل کېدای شي.

school meals

د عکس سرچینه، School food plan

له سبزیجاتو ګازرې او کدو د ویټامین A ښه سرچینې دي، پداسې حال کې چې هګۍ بیا د کلسیم، مګنیزیم، پوتاشیم او ویټامین بي-۵ په څېر د مهمو غذايي موادو بډایه سرچینې دي. ګلپي ویټامین K، ویټامین سي، ویټامین A او همدارنګه پوتاشیم ټول لري .

وریژې، غنم، اوړه، ډوډۍ، پټاټې، وربشې او جوار د کاربوهایډریټ او ویټامینونو صحي سرچینه ده او همدارنګه غوړ هم لري باید د ماشوم د غذایي رژیم ۲۵ سلنه جوړه کړي .

متخصصین وايي هغه خواړه چې ماشوم ته ورکول کیږي باید له ۵۰ تر ۶۰ سلنه کالوري کاربوهایډریټ ولري.

همدا ډول له یو تر دریو کلونو پورې ماشومان باید په ورځ کې لږ تر لږه دوه ځله غوښه یا هګۍ وخوري او د څلورو تر پنځو کلونو پورې ماشومانو لپاره یې په ورځ کې د یو ځل خوړو سپارښتنه کیږي .

هغو کارپوهانو چې د بي بي سي سره یې خبرې کړې، ویلي چې په غوښو کې چرګ او کب تر ټولو غوره دی.