ساینس پوهان غواړي فضايي مخلوقاتو ته پیغام واستوي

ساینس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ساینس پوهانو له ځمکې بهر مخلوقاتو غوښتي که پیغام تر لاسه کوي، نو ځواب دې ورکړي

که تاسو له فضايي مخلوقاتو سره خبرې کولی شوی، څه به مو ورته ویل؟

ښه، دا هغه څه دي چې ساینس پوهان فکر پرې کوي.

دوی پریکړه کړې چې فضا ته یو ځانګړی پیغام واستوي، په دې هیله چې یوه ورځ به ځېرکو فضایي مخلوقاتو ته ورسیږي.

ساینس پوهانو د بیاکون په نامه یو پیغام د باینري سیستم له لارې په ګالاکسي کې چې د ځمکې پرمخ ژوند، شمسي نظام او د انسانانو ظاهري څیرو په اړه په کې معلومات ثبت شوي، پرېښی دی.

دوی له ځمکې بهر مخلوقاتو غوښتي که پیغام تر لاسه کوي، نو ځواب دې ورکړي.

د څیړونکو یوې ډلې چې د ناسا څیړونکی جوناتن جینګ هم په کې دی لیکلي: "د فضا ځېرکو مخلوقاتو سره د خبرو اترو نظر د کائناتو د سپړنې په برخه کې یو لوی او په زړه پوری ګام دی، او دا یوازې په تیرو څو لسیزو کې له تخنیکي پلوه ممکن شوی."

دوی وايي:"د دې کار ممکن کېدو لپاره د بی ای تی جي پیغام په داسې بڼه او وړاندې شوی چې د خورا پرمختللو وسایلو په ذریعه د استولو وړ وي."

دا لومړی ځل نه دی چې انسانان غواړي له فضایي مخلوقاتو سره اړیکه ونیسي.

د ارسیبو څار مرکز څخه یو کوډ شوی راډیو يي پیغام چې د انسان او ځمکې په اړه لومړني معلومات په کې وو په ۱۹۷۴ کې فضا ته استول شوی و.

دا له هغو چارو یوه ده چې د اریکیبو راډیو ټیلسکوپ پرمختګ په ګوته کوي.

ساینس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ارسیبو څار مرکز څخه یو کوډ شوی راډیو يي پیغام چې د انسان او ځمکې په اړه لومړني معلومات په کې وو په ۱۹۷۴ کې فضا ته استول شوی و

له دې مخکې د څیړونکو یوې ډلې په کلکه تمه درلوده چې له ځمکې بهر مخلوقاتو سره په اړیکو نیولو به بریالي شي خو له بده مرغه وې نه شوی کړی.

په هر حال اوس ساینس پوهانو پریکړه کړې چې فضا ته نوی پیغام په داسې ډول جوړ او واستوي چې له ځمکې بهر مخلوقاتو ته ورسیږي.د ساینس پوهانو په دې نوې لیکنه کې راغلي:"د ارسیبو پیغام برخلاف، چې موخه یې د راډیويی عصري فضايي امکاناتو او تخنیکي تاسیساتو وړتیا ښودل وو، د بي ای ټي جي پیغام د ځمکې کهکشان ټولو سیمو ته چې ښايي د ځېرک مخلوق شونتیا په کې وي،استول شوی."

دا مقاله د پیغام لېږلو ترټولو مناسبې لارې په اړه هم معلومات وړاندې کوي.

د پیو یا شېدو لار کهکشان هغه سیمه ده چې د ځېرکو مخلوق د شتون احتمال په کې زیات دی او دا نوی پیغام هم په ښه وخت کې لیږل شوی.

که چیرې دې پیغام ته ځواب ورکړلی شي، تمه کیږي ډیر پیچلي معلومات له ځېرکو فضايي مخلوقاتو سره شریک شي، لکه د شطرنج قواعد.

که تاسو فضا ته یو پیغام ولیږئ نو څه به وي؟ څه غواړئ چې دوی تاسو ته ووایی؟