ناسا زهرې ته دوه فضایي بېړۍ استوي

د عکس سرچینه، NASA/REUTERS
د امریکا د فضايي څېړونو ادارې ناسا اعلان کړی چې هزې یا ناهید ته د دې سیارې د اتموسفیر او د سطحې د اجزاوو څېړلو لپاره دوه ماموریتونه ترسره کوي.
دغه هر ماموریت ته نیم میلیارد ډالري بودیجه ځانګړې شوې او ټاکلې د ۲۰۲۸ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ ترسره شي.
د ناسا رئیس بېل نېلسن ویلي دا ماموریتونه به "د هغې سیارې د څېړنو چانس راکړي چې تر دېرشو ډېر کلونه کېږي نه یو ورغلي."
ناسا وروستی ځل په ۱۹۹۰ کال د زهرې مدار ته 'ماګېلان' ستوربېړۍ استولې وه.
دا دوه تشیالي یا فضايي ماموریتونه د ګڼو طرحو تر کتلو او ارزولو وروسته ټاکل شوي او د انتخاب پرېکړه یې هم له دې کبله شوې چې بالقوه علمي ارزښت لري او د پراختیايي پلانونو پلي کېدل یې ډېر ممکن دي.
ښاغلي نېلسن ویلي دا له یو بل سره تړلي ماموریتونه په دې موخه ترسره کېږي چې مالومه کړو، زهره څنګه د اور په پنډوسکه اوښتې او دا وړتیا لري چې سرب پر خپله سطحه ویلې (ذوب) کړي.
زهره یا ناهید په عطارد پسې د لمر دویم مدار کې پرته خو زموږ د شمسي نظام تر ټولو توده سیاره ده.
د دې سیارې د سطحې تودوخه د سانتیګراد ۵۰۰ درجو ته رسېږي چې سرب ویلې کولی شي.
زموږ ځمکه د لمر دریم مدار کې یو خوا د زهرې او بل خوا د مریخ ګاونډۍ ده.

د عکس سرچینه، Reuters
زهرې ته د ناسا لومړی پلان شوی ماموریت ډوانسي پلس نومېږي.
د دغه ماموریت پر مهال به د زهرې اتموسفیر جاج شي تر څو دا مالومه شي چې څنګه جوړ شوی او څه بدلون یې موندلی دی.
دا ماموریت به دې پوښتنې ته هم د ځواب موندلو هڅه وکړي چې ایا زهرې کله سمندر درلود که نه.
تمه ده چې ډوانسي پلس به په لومړي ځل ځمکې ته د زهرې د سطحي او د جیولوجیک جوړښت د ځانګړنو د لوړ کیفیت تصویرونه را واستوي.
ساینسپوهان په دې باور دي چې دا ځانګړنې د ځمکې له لویو وچو سره پرتله کېدای شي او د زهرې سطحه به هم ښايي له څو طبقو جوړه وي.
دویم ماموریت وېریتاس نومېږي او ټاکلې د زهرې د سطحې نقشه پکې برابره شي.

د عکس سرچینه، NASA/REUTERS
د دغه ماموریت موخه د زهرې په جیولوجیک تاریخ او پر دې د پوهېدو هڅه ده چې دې سیارې څرنګه له ځمکې دومره جلا او مختلفه وده کړې.
په دغه ماموریت کې له یوه داسې راداره ګټه اخیستل کېږي چې د زهرې د سطحې لوړې ژورې پیدا او دا مالومه کړي چې ایا اوس هم دې سیاره کې اورغورځوونکي او زلزلې کېږي که څنګه.
د ناسا یو څېړونکی ټام واګنر وايي: "عجبه ده چې موږ د زهرې په اړه دومره کم مالومات لرو - خو دغه دوه ماموریتونه به مو د زهرې د اسمان له ورېځو رانیولې د سطحې تر اورغورځوونکو او بیا د تل تر هستې پورې د دې سیارې په اړه په ډېر څه خبر کړي."
نوموړی زیاتوي: "دا به داسې وي چې ګویا موږ دا سیاره له سره کشف کړې ده."












