ناسا د خصوصي شرکت سپېس اېکس په مرسته دویم فضايي ماموریت پیل کړ

د عکس سرچینه، EPA
څلور ستور مزلو چې درې یې امریکايي او یو یې جاپانی دی نړیوال فضايي سټیشن کې د خپل ماموریت د پیل لپاره له فلوریډا پرون یکشنبې ( نومبر ۱۵ ) سفر پيل کړ. دا ډله ستور مزلي هغې فضايي بیړۍ کې فضا ته ولاړل چې خصوصي شرکت سپېس اکس جوړه کړې ده.
دا دویم ځل دی چې د امریکا د فضايي څېړنو اداره ناسا د دې خصوصي شرکت په مرسته فضايي ماموریت ترسره کوي.
ناسا ویلي په دې سره یوه نوي عصر ته داخلیږي چې ستورمزلي کولی شي د ځمکې نږدې مدار ته د خصوصي شرکتونو په مرسته سفر وکړي.
دا څلور ستورمزلي به شپږ میاشتې په نړیواله فضايي اډه کې پاتې شي. دوی به له هغو ستور مزلو سره لنډه کتنه ولري چې اوس نړیواله فضايي اډه کې دي او دوی به له هغوی دنده تسلیم کړي.
ټاکل شوې چې د دوی د ماموریت په موده کې به دوی څلور ځله له فضايي اډې بهر ووځي. دوی به دغه راز هغه مخابراتي وسیله له فضايي اډې سره وصل کړي چې په برېتانیا کې جوړه شوې او ستور مزلو ته چټک انټرنټ چمتو کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
دې ډله کې درې امریکايي ستور مزلي هر یو مایکل هاپکینز، ویکټور ګلاور او شانون والکر برخه لري. له دوی سره څلورم ستورمزلی تجربه کار جاپانی سوییچي ناګوچي دی.
د والکون په نوم راکټ او د ډراګان په نوم کپسول د امریکا د ختیځ پر وخت د ماښام په ۰۷:۲۷ په فلوریډا ایالت کې له ځمکې فضا ته وتوغول شول.
دا فضايي بیړۍ به له یوې ورځې په لږ څه زیاته موده کې نړیوالې فضايي اډې ته ورسیږي. دغې اډه کې اوس امریکايی کیټ رابېنز او روسي ستورمزلي سرګیې رېژیکوف او سرګیې کوډ-سوېرچکوف پر دنده بوخت دي.
سپېس ایکس کمپنۍ له ناسا سره د درې ملیارده ډالرو په ا رزښت تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې د فضايي سفرونو لپاره د تګ راتګ وسایل چمتو کوي، د دې تړون له مخې به شپږ فضايي سفرونه ترسره کیږي چې پرونی ماموریت یې لومړی و.

د عکس سرچینه، ESA
دې کمپنۍ مخکې کې هم فضا ته ستورمزلي استولي وو خو هغه ماموریت یې د خپلې وړتیا ښودلو لپاره ترسره کړی وو.
ناسا له بوینګ کمپنۍ سره هم ورته تړون لاسلیک کړی خو د پلي کولو موده یې یو کال وروسته ده.
ناسا وايي چې خصوصي سکتور ته د دې چارې په ورسپارلو ملیاردونه ډالر سپما کوي. ناسا په پام کې لري چې دا سپما شوې پیسې سپوږمۍ او مریخ ته د تګ لپاره د خپلو پروګرامونو په پراخولو ولګوي.
له دې ډلې یو د ناسا هغه پروګرام دی چې غواړي په ۲۰۲۴ کال کې او یا له هغه لږ وروسته سپوږمۍ ته ستورمزلي واستوي.








