محمد عزیز؛ هېر شوی اتل چې خپل هېواد کې یې ملاریا ختمه کړه

هغه ته یې د (لوی ازادوونکی) لقب ورکړ. محمد عزیز په تېره پېړۍ کې قبرص کې د یوې لویې لاسته راوړنې تر شا و،‌ چې ان خپل هېوادوال یې ډېر پرې خبر نه وو.‌

ترک توکمه عزیز د قبرص روغتیايي مسؤل و، نوموړي هغه مهال په قبرص کې د ملاریا ختمولو لاسته راوړنه کې لویه ونډه لرله.‌

د هغه همځولو ده ته د (میاشي سړي) لقب ورکړی و. عزیز د ملاریا د متخصص او د نوبل جایزې ګټونکي سیر رونلډ روس شاګرد هم پاتې شوی. روس د ملاریا لېږدوونکي میاشي یو ډول کشف کړی و.

په ۱۹۳۶ کال،‌ قبرص - چې هغه مهال د بریتانیا مستعمره وه- د نړۍ په کچه د ملاریا ډېرې پېښې (۱۸ زره) درلودې.

ملاریا هلته تر ډېره ماشومان لاندې کړي وو. یو سړی د خپل ماشومتوب په اړه وايي "ګڼ کوچنیان روغ نه شول او مړه شول، ګڼ نور کمزوري شول او تر ناروغۍ وروسته یې د هېڅ کار سېک نه درلود".

له ملاریا سره له پوځي لارې مبارزه

لس کاله وروسته عزیز - چې هغه وخت د څېړونکو روغتیاپالو لوی مفتش و- د مستعمره پانګونې د صندوق له پیسو سکالرشیپ ترلاسه کړ چې په قبرص کې د ملاریا لېږدوونکي میاشي ختمولو کمپاین پیل کړي.

هغه دا کمپاین په پوځي بڼه پیل کړ، قبرص ټاپو یې پر ۵۰۰ مربعو ووېشه، چې هر سړی باید خپل کار په ۱۲ ورځو کې سرته ورسوي.

د ده ډله په موازي ډول په دې وېش کې بریالۍ شوه، د خپل قلمرو په هره لوېشت خاوره او ولاړو او د څښاک ټولو اوبو په سرچینو کې یې د ډي ډي ټي ماده وپاشله.

د عزیز ډلې یوه جلا طریقه وکاروله:‌ ځینې خوب راوړونکي مواد یې له یوې اندازې پیټرولو سره ګډ او د اوبو پر سطحه یې وپاشل چې ملاریا لېږدوونکی میاشی له الوتلو وغورځوي.

په ۱۹۴۸ کال د جولای میاشت کې د (قبرص ریویو) ورځپاڼې د رپوټ له مخې، "پر هر ډنډ او د اوبو پر سرچینه د حشراتو ګنګسوونکي مواد وپاشل شول". د عزیز ملګري سمڅو ته په پړیو هم کوز شول.

دوی به اونۍ کې خپل د څو ورځو مخکې کار هم څاره چې ایا نتیجه یې ورکړې ده او که نه. دوی پر هغو بګیو او د لېږد پر وسایلو هم دا ماده پاشله چې له یوې ناپاکې سیمې به یې یوې پاکې سیمې ته تګ راتګ کاوه.

د ملاریا میاشي د مستعمرو لټون

د عزیز لور ترکان د خپل پلار هغه رسمي جامه ښه په یاد ده چې وايي پوځي یونیفورم ته ورته وه او د ملاریا د کمپاین پرمهال به یې تل اغوستې وه.

دا وايي، له خپل پلار سره به د ولاړو اوبو ډنډونو یا وچو حوضونو ته ورسره تلله چې درمل پکې وپاشي.

په دې کمپاین کې یو امریکایی متخصص هم د عزیز کلي ته تر ورتګ وروسته- چې هلته ۷۲ سلنه ماشومان په ملاریا خته شوي وو- له هغه سره ملګری شو.

د کمپاین له څه کم درې کلونو پوره کېدو وروسته، د ۱۹۵۰ کال د فبرورۍ میاشتې په پیلېدو قبرص د ملاریا له ناروغۍ لومړنۍ پاکه سیمه اعلان شوه.

د اتل ستایل بیا هېرول

د لندن یوې خپرنۍ عزیز ته د (لوی ازادوونکي) لقب ورکړ، قبرصي،‌ یوناني او ترکي هېوادوالو یې هم هغه له ملاریا سره په مبارزه کې د لومړۍ کرښې جنګیالی بللی.‌

هغه مهال د بریتانیا د مستعمرو د چارو اړوند یوه وزیر عزیز ته - کله چې په نړۍ کې د ډاکټرانو او پوهانو ترمنځ مشهور شو، د ستاینې یو نښان هم ورکړ.‌

د ملاریا مبارزې دغه اتل په ۱۹۹۱ کال د ۹۱ کلونو په عمر د نیکوشیا په شمالي برخه کې ومړ. هغه له تقاعد وروسته ارام ژوند پیل کړ او پخپل حکومتي معاش پایېده.