تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
داسې میکروب چې د ملاریا مخه نیولی شي
ساینس پوهانو داسې میکروب موندلی چې میاشي په ملاریا له اخته کېدو ساتي. برتانیا او کینیا کې څېړونکي وايي، دا موندنه له ملاریا ناروغۍ سره مقابله کې مهم رول لوبولی شي.
ملاریا د ککړو میاشو له چیچلو خورېږي، نو د دوی خوندي کول به د انسانانو خوندي کول وي.
څېړونکي اوس دا څېړي چې اغېزمن میاشي نړۍ کې خوشي کړي او که د ناروغي ځپلو ته بکتریاوې وکاروي.
میکروب څه دی؟
د ملاریا مخنیوونکی میاشی چې مایکروسپوریډا اېم بي نوم ور کړل شوی د کینیا ویکټوریا جهیل یا ډنډ غاړه کې د میاشو مطالعه کولو سره موندل شوی دی.
دا میاشی په ملاریا د ککړو خځندو په نس او تناسلي اله کې ژوند کوي.
څېړونکو داسې یو میاشی هم نه دی موندلی چې ملاریا پرازیټ ولري او مایکروسپوریډا ولېږدوي.
د طبیعي اړیکو په نوم مجله کې ازموینې خپرې شوې چې د میکروب له لارې د میاشي د خوندي کولو پخلی کوي.
مایکروسپوریډا پوپنک یا هغوی ته نږدې دي اوتر ډېره پرازیټي دي.
دا نوی ډول ښايي میاشو ته ګټور وي، چې د مطالعه شویو خځندو پنځه سلنه کې په طبیعي ډول موندل کېږي.
کینیا کې د خځندو د اصلپوهنې او فزیلوجۍ مطالعې د نړیوال مرکز څېړونکی ډاکټر جرمي هرن- چې دې څېړنه کې یې هم ګډون کړی دی- وايي:
"کوم مالومات چې تر اوسه لرو دا څرګندوي چې د سل سلنه مخنیوی کوي، دا د ملاریا ډېر سخت بندول دي. زموږ مالومات د ملاریا سل سلنه مخنیوی ښيي ".
ګلاسکو کې د وېروسپوهنې څېړنځي غړی ډاکټر سټېفن سینکینز هم د دې څېړنې پایله هیله بښونکې بولي:
"دا نوې موندنه ده، موږ د ملاریا کنټرول کې دي بې ساري وړتیا هیښ کړي یو. بې سارې وړتیا یې ډېره ده".
هر کال څلور لکه کسان- چې ډېری یې له پنځو کلونو کم ماشومان دي- له ملاریان مړه کېږي.
میکروب څه کوي؟
د دې یو ژونکي(یو حجره يي) میکروب د چارې جزیات لا هم پوره روښان نه دي.
څېړونکي وايي، ممکن میکروسپوریډا اېم بي د میاشو د خوندیتوب سیستم په پیاوړیتا کې مرسته وکړي.
څېړونکي وايي، دا میکروب په ډېر عمره میاشو او دا ډول له میاشې(ښځې) هګیو ته هم لېږدول کېږي او له ملاریا سره د مقابلې اغېز یې تلپاتې دی.
څېړونکي په دغه مېکروب د میاشو ککړولو لپاره پر دوو لارو غور کوی.
د میاشو د ککړولو لپاره د میکروسپوریډا د ګردې خپرول
لیبارټرۍ کې د نر میاشي ککړول او بیا چاپېریال کې پرېښودل چې میاشې ککړې کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ناروغیو د کنټرول لپاره د خځندو له میکروبي ککړتیا کار اخیستل کېږي.
پخوانۍ څېړنې ښيي چې د ډینګې تبې سره د مقابلې لپاره د ولباکیا باکتریا سره د میاشو ککړول اغېزناک دي.