"پلټونکي سپي د ملاریا ناروغي پېژندلی شي"

په برتانیا او ګمبیا کې ساینسپوهان وايي دوی لومړي شواهد ترلاسه کړي چې سپیان د ملاریا ناروغي له بویه پېژندلی شي.

د بي بي سي ساینس او روغتیا خبریال جېمز ګالاهار لیکي دوی د ملاریا په ناروغۍ د اخته کسانو د کالیو په کارولو سپیان داسې روزلي چې د هماغه بوی پر وړاندې غبرګون ښيي.

داسې تمه کېږي چې د حیواناتو په مرسته د ملاریا له خپرېدو مخنیوی وشي او په تدریج یې ورک کړي.

که څه هم څېړنې لا په لومړنیو پړاوونو کې دي خو څېړونکي وايي موندنې یې ښايي د ملاریا د تشخیص لپاره نوې لارې چارې په ګوته کړي.

مطالعو وړاندې تر دې ښودلې وه چې په ملاریا له اخته کېدو سره د انسان د بدن بوی بدلېږي او هغه ماشي ځان ته بولي چې ملاریا خپروي.

بوینې جرابې

هغه جرابي چې لوېديځې افریقا د ګمبیا اپر رېور سیمه کې د ماشومانو له خوا یوه شپه په پښو شوې وې، تړل شوې وې او برتانیا ته استول شوې وې.

له ۱۷۵ جوړه جرابو چې استول شوې وې ۳۰ دانۍ یې هغو ماشومانو په پښو کړې وې چې د ملاریا په پرازیت اخته ول.

د برتانیا په ملتن کینس کې د طبي څېړنو لپاره د سپیانو مرکز کې داسې روزل شوي سپي شته چې د سرطان او پارکنسن ناروغۍ لومړني پړاوونه په بوی پېژندلی شي.

چې د ملاریا د پېژندلو وار ورسېد سپیانو پایلو وښوده چې سپیانو په هرو لسو نمونو کې اووه په ملاریا لړلې جرابې وپېژندلې. خو دوی په لسو روغو ماشومانو کې، د یوه پېژندنه غلطه کړه.

د برتانیا درهم پوهنتون کې د دغې څېړنې مشر پروفیسر سټیو لېنسې دې موندنې ته ډېر خوښ دی. څېړونکي دې ته اړتیا ویني چې بوی کولو کې د سپیانو پر وړتیا کار وکړي چې کار یې لا کره او ډاډمن شي.