تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خوست کې د ورځې ۳۰ کسان په ملاریا اخته کېږي
- Author, احمدشاه
- دنده, بيبيسي/خوست
کلونه وړاندې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ادعا کړې وه چې په هېواد کې د سختې ملاریا له منځه وړلو ته ور نږدې شوي دي، خو لا هم یې په افغانستان کې زرګونه بېلګې شته.
خوست، ننګرهار، لغمان او کونړ د افغانستان هغه ولایتونو دي چې د ملاریا ناروغۍ پېښې پکې تر نورو ډېرې ثبت شوې دي.
د افغانستان د سوېل لوېديځ ولایت خوست چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې څه باندې ۵ زره کسان په ملاریا اخته شوي دي.
د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، ځاځي میدان، علیشېر، اسمعیل خېل مندوزي ولسوالۍ او مرکز اوس هم د ملاریا ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
خوست کې له ملاریا سره د مبارزې مرکز مشر ډاکتر ګلاب جان منګل وایي، تر هغه به خوست کې د ملاریا ناروغي کمه نه شي چې پرټولو خلکو جالۍ (پشه خانې) ونه وېشل شي:
"سږ کال مو د خوست په بېلابېلو ولسواليو کې ۱۵۰ زره جالۍ وېشلي، په داسې حال کې چې موږ په هرو څلورو کلونو کې د ۸۰۰ زره پشه خانو وېش ته اړتیا لرو. "
نمجنه هوا، ولاړې اوبه او د وګړو ډېروالی د ملاریا ناروغۍ لوی لاملونه دي.
د خوست د موسی خېلو ولسوالیو یو اوسېدونکی مجاهد ادعا کوي چې له تېرو څو کلونو د ملاریا ناروغۍ له ډېروالي کړېږي، خو پشه خانې نه دي پرې وېشل شوي: " زموږ په ولسوالۍ له څو کلونو پشه خانې نه دي وېشل شوي او د خلکو اقتصادي توان هم دومره نه دی چې په شخصي لګښت یې واخلي"
که څه هم د ملاریا ناروغي په میاشتیني ډول سلګونه خوستوال رنځوروي، خو د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، له ملاریا د مړو شویو کسانو شمېره یې نه ده ثبت کړې.
د راپورونو له مخې، تر کورنیو جګړو وړاندې افغانستان د دواشیندنې پر مټ د ملاریا ناروغي کابو کړې وه، خو د عامې روغتيا چارواکي وايي، د دوا شیندنې لګښتونه نه شي پوره کولی او دمګړۍ یې پر وړاندې د مبارزې اسانه لار د جالیو وېش دی.
په ۲۰۱۶ کې د ملاریا په تړاو د ملګرو ملتونو رپوټ نه دی خپور شوی، خو د ۲۰۱۵ کال شمېرې ښيي چې له ټولې نړۍ ۲۱۲ میلیونه پېښې ثبتې شوې دي.
پر ملاریا د اخته کسانو له ډلې ۴۲۹ زره یې مړه شوي چې ډېره برخه یې افریقايي ماشومان دي.