تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ډېرې شوي
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
افغانستان کې تیر ۲۰۱۶ کال د ملاریا ناروغۍ ۳۸۰ زره پیښې ثبت شوي دي چې د تېر کال په پرتله ۵ سلنه ډېروالی ښيي.
له یادو پېښو یې ۷۰ سلنه په ختیځ افغانستان ننګرهار، کونړ او لغمان کې ثبت شوي دي. په دغو ولایتونو کې هم ډېره برخه پېښې له ننګرهاره ثبت شوي چې د یادې ناروغۍ له امله پکې ۳۵ کسانو خپل ژوند هم له لاسه ور کړی دی.
د کریم کور د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې یوه ښکلي چمن، ځنګلزارې سیمې او ولاړو اوبو ته نژدې دی.
دی له مزدورۍ ستړی راځي، خو دمه نه جوړوي او هره مازیګر یې دنده دا وي چې په رڼا ورځ د بچیانو لپاره د شپې غم وخوري.
د خوب خونديتوب لپاره په لوی لرګین کټ سپینه جالۍ چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ورکړې، له ماشو د ساتنې لپاره خوروي بچیانو ته وايي که له دغه پشه خانې بهر ویده شي ملاریا به شي.
دغلته څو شیبې ناسته دې د ماشو په شته والي پوهوي چې څومره ازاروونکي دي؛ ملاریا او کال دانې خو یې اوږد مهاله درد دی.
وروستۍ شمېرې ښیي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۷۰ سلنه د ملاریا ناروغي په ختیځو ولایتونو کونړ، لغمان په ځانګړي ډول ننګرهار کې ده .
په دې ورځو کې په ننګرهار کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه د۳۰ درجې په شاوخوا کې ده او د هوا په تودېدو د ملاریا د ناروغانو شمېر هم ډیریږي.
یواځې تیر کال په ننګرهار کې د دې ناروغانو ۶۰ زره پیښې ثبت شوي دي چې ۳۵ تنه یې مړه شوي.
نمجنه هوا، ولاړې اوبه او د وګړو ډېروالی د دې ناروغۍ لوی لاملونه دي.
د ننګرهار د شاهي ماڼۍ په څټ کې یو ډنډ او جبه جوړه ده. شاوخوا یې له پښتونخوا راستنې شوې کورنۍ میشتې دي چې په خیمو او کوډلو کې ژوند کوي.
د جالیو وېش
د افغانستان په روغتیا وزارت کې له ملاریا ناورغۍ سره د مبارزې تګلارې مشر محمد شعیب تمیم وایي، د جالیو د سیمه ییزو رضا کارانو له خوا په ملاریا د مشکوکو کسانو معاینه، د درملو وېش، لارښوونې، د رپوټ ورکولو سیستم پیاوړتیا، د ټلوېزيوني او رادیويي اعلانونو خپرول هغه کارونه دي چې وزارت یې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي لپاره کوي.
په ننګرهار کې بیا د دې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو اسانه لاره د وړیا جالیو (پشه خانو) وېش یاد شوی. ډاکټر ننګیالی سپین غر وایي سږ کال به ننګرهار کې ۶۵۰ زره جالۍ وویشل شي.
د پخواني ټولواک محمد ظاهر خان د واکمنۍ پر مهال د ماشو ضد دوا شیندل کېده چې ملاریا یې بیخې د ورکې حالت ته رسولې وه، خو ښاغلی سپین غر وايي دوا شیندل ډېر لګښت غواړي او دوی ته اسانه او اغیزناکه لاره اوس د جالیو وېش دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي په پام کې ده دوو میلیونو خلکو ته به له ماشو د خوندیتوب جالۍ ورکړي.
په ۲۰۱۶ کې د ملاریا په تړاو د ملګرو ملتونو رپوټ نه دی خپور شوی، خو د ۲۰۱۵ کال شمېرې ښيي چې له ټولې نړۍ ۲۱۲ میلیونه پېښې ثبت شوي دي.
پر ملاریا د اخته کسانو له ډلې ۴۲۹ زره یې مړه شوي چې ډېره برخه یې افریقايي ماشومان دي.
څو کاله وړاندې د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي و، د شدیدې ملاریا له منځه وړلو ته نژدې شوي خو بېلګې یې لا هم شته.