لمر او سپوږمۍ تندر نیول څو ډوله دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د لمر او سپوږمۍ تندر نیول کېده (کسوف او خسوف) کېدای شي د ستورپوهنې له اړخه په زړه پورې وي.
د نړۍ مختلفو برخو کې ګڼ کسان د دې هڅه کوي چې د تندر نیولو ننداره وکړي او دغه کار ان د ګرځندوی له ودې سره هم مرسته کړې ده.
ویل کېږي، د روانې مې میاشتې په ۲۶مه به یو ځل بیا سپوږمۍ تندر ونیسي.
د سپوږمۍ دا بشپړ نیول کېده به ختیزه اسیا، استرالیا، ارام سمندر او امریکا کې د لیدو وړ وي.
خو دا د لمر او سپوږمۍ د تند له مختلفو بڼو یوه ده.
د چیلي د اټونوموس پوهنتون د عملي اړیکو مرکز کې نجومي فیزیکپوه خوان کارلوس بیامین په خپل وروستي کتاب "مصور نجوم" کې لیکلي: "تندر عموما دوه ډوله دی. د سپوږمۍ نیول کېده او د لمر نیول کېدل."
خو نوموړی دې ته هم اشاره کوي چې "له تخنیکي اړخه درېم ډول هم شته، چې دوه ستوري پکې ښکیل وي."
دلته د درې واړو ډولونو او د هغوی د مختلفو بڼو تفصیل وړاندې کوو:
د لمر نیول کېدل (کسوف)

[سپوږمۍ وخت ناوخت د ځمکې په مدار د څرخېدو پر مهال زموږ د سیارې او لمر ترمنځ واقع کېږي. په دې توګه د لمر د رڼا مخه نیسي او د لمر نیونې (کسوف) لامل ګرځي.
په بله اصطلاح د لمر نیونې پر مهال د ځمکې پر سطحه د سپوږمۍ سیوری پریوځي.
کسوف یا لمرنیونه هم درې ډولونه لري چې د سپوږمۍ په وسیله د لمر د مخې د نیول کېدو د څرنګوالي او څومره والي له اړخه له یو بل سره توپیر لري.
د لمر بشپړ نیول کېدل (بشپړ کسوف)
.بشپړه لمرنیونه هغه مهال رامنځ ته کېږي چې لمر، ځمکه او سپوږمۍ داسې سره واقع شي، چې سپوږمۍ په بشپړ ډول د لمر د وړانګو مخه ونیسي.
د بشپړ کسوف پر مهال چې یو څو ثانیې (یا کله ناکله څو دقیقې) دوام کوي، اسمان تیاره کېږي او د ماښام په څېر ښکاري.
د ناسا په وینا "د لمر بشپړ نیول کېده یوازې په ځمکه ممکن دي او لامل یې هم دا اسماني تصادف دی" چې لمر له سپوږمۍ ۴۰۰ ځله پلن خو په ورته وخت کې له ځمکې د سپوږمۍ پرتله ۴۰۰ ځله لېرې دی."
ناسا زیاتوي: "هندسه په دې معنا ده چې که سپوږمۍ په بشپړ ډول د لمر مخې ته راشي، د لمر ټوله سطحه پټوي او د یوه بشپړ کسوف لامل ګرځي."
هغه لیکه چې د ځمکې پر سطحه د سپوږمۍ سیوری تعقیبوي د "د بشپړتیا لوری" بلل کېږي. په دې لیکه او لوري هغه کوچنۍ سیمې پرتې وې چې بشپړه تیاره پکې لیدل کېږي.
د دې تړانګې د دواړو خواو سلګونه کیلومتره ته بیا د کسوف یوه برخه د لیدلو وړ وي.
تاسې چې هر څومره د 'بشپړتیا لوري' له لیکې یا پټۍ لرې پراته یاست، په هماغه اندازه به کم د سپوږمۍ په وسیله د لمر د مخې نیول کېدل ګورئ.
بیامین لیکي د کسوف د وخت اوږدوالی "له لمر سره د ځمکې د موقعیت، ځمکې سره د سپوږمۍ د پرېوت (موقعیت) او دې پورې تړلی چې د ځمکې کومه برخه تیاره کېږي."
دغه چیلی نجوم فیزیکپوه زیاتوي: "له تیوریکي اړخه تر ټولو اوږد کسوف ۷ دقیقې او ۳۲ ثانیې دوام کولی شي."
او که په دې اړه فکر کوئ چې کسوف په څومره موده کې ممکن دی، دا نادره نه ده. هرو ۱۸ میاشتو کې یو ځل کسوف پېښېږي.
نادره دا ده چېد ځمکې له یوې سیمې دې دویم او درېم ځل بشپړ کسوف ولیدل شي، ځکه دا په منځنۍ کچه په ۳۷۵ کلونو کې یو ځل پېښېدای شي.
سږ کال ټاکلې چې بشپړ کسوف د ډسمبر په ۴مه پېښ شي، خو که لیدل یې غواړئ باید انتراکتیکا کې اوسئ.
حلقوي لمر تندر نیول ( حلقوي کسوف)

د عکس سرچینه، NASA
کله چې سپوږمۍ له ځمکې لرې وي او "کوچنۍ" ښکاري، نو د لمر ټوله مخه نشي پټولی.
د حلقوي لمر نیونې پر مهال هم د بشپړ کسوف په څېر په ځمکه یوه لیکه جوړېږي چې "حلقوي لوری" یې بولي او له دې پټۍ حلقوي کسوف د لیدلو وړ وي. د دې پټۍ دواړو خواو ته هم داسې برخه وي، چې دا لمر نیونه ترې کتل کېدای شي.
د ۲۰۲۱ کال د جون په لسمه به شمالي عرض البلد کې حلقوي کسوف پیښ شي.
دا حلقوي کسوف به د کاناډا له ځینو سیمو، ګرینلنډ او روسیه په بشپړ ډول د لیدو وړ وي، خو د اروپا له ګڼو برخو، مرکزي اسیا او چین کې نیمګړی کسوف لیدل کېدای شي.
د ناسا په وینا دا لمرنیونې معمولآ اوږدې وي، ځکه کړۍ یې تر لسو دقیقو د ډېر وخت لپاره د لیدو وړ وي، خو عمومآ له پنځو یا شپږو دقیقو ډېر دوام نه کوي.
ترکیبي لمر نیول کېدل (ترکیبي کسوف)

د عکس سرچینه، Getty
بیامین وايي د ترکیبي کسوف ښکارنده داسې رامنځ ته کېږي چې "سپوږمۍ کله په داسې واټن کې وي چې وکړای شي د لمر مخه په بشپړ ډول پټه کړي، خو څنګه چې پرمختګ کوي، له ځمکې سره یې واټن ډېرېږي او بشپړه لمر نیونه کرار کرار په حلقوي لمر نیونه بدلېږي:
"نوموړی زیاتوي چې ترکیبي لمرنیونه برعکس له دې هم پیلېدی شي چې له یوه حلقوي کسوف پیل او ځمکې ته د سپوږمۍ په نږدې کېدو سره په بشپړې لمرنیونې واوړي. د کاناریاز نجومي فیزیک انسټیټیوټ په وینا د ترکیبي کسوف پېښې خورا نادره (د ټولو کسوفونو ۴ سنله) دي.
ناسا وايي وروستی ترکیبي کسوف په ۲۰۱۳ کال رامنځ ته شو او د بل لیدلو ته یې باید د ۲۰۲۳ کال د اپریل تر ۲۰مې انتظار وباسو.
راتلونکې ترکیبي لمر نیونه به له اندونیزیا، استرالیا او پاپوا نیو ګیني د لیدلو وړ وي.
سپوږمۍ نیول کېدل (خسوف)

د عکس سرچینه، Getty Images
سپوږمۍ هغه مهال نیول کېږي چې ځمکه د سپوږمۍ پر لور د لمر د وړانګو مخه ونیسي.
په بله اصطلاح د سپوږمۍ نیول کېدو (خسوف) پر مهال د ځمکې سیورۍ په سپوږمۍ پرېوځي.
د کاناریاز نجومي فیزیک انسټیتیوټ لخوا د خپور شوي لارښود له مخې "کسوف یا لمر نیونه د ځمکې پر مخ د هغې د لیدونکي په جغرافیوي موقعیت پورې تړاو لري. خو سپوږمۍ نیول کېدل یا خسوف له دې سره په توپیر داسې ښکارنده ده چې زموږ د کرې له هرې برخې چې د پېښېدو پر مهال یې سپوږمۍ اسمان کې وي، لیدل کېدای شي."
سپوږمۍ نیول کېده یا خسوف هم په درې ډوله دي.
د سپوږمۍ بشپړ نیول کېدل (بشپړ خسوف)

د عکس سرچینه، AFP
ناسا وايي د سپوږمۍ د بشپړ نیول کېدو پر مهال لمر او سپوږمۍ نیغ په نیغه د ځمکې مقابلو لوریو ته واقع کېږي.
ناسا زیاتوي چې "که څه هم پر سپوږمۍ په بشپړ ډول د ځمکې سیوری غوړېدلی وي، خو بیا هم د لمر ځینې وړاندې سپوږمۍ ته رسېږي."
د لمر دغه وړانګې د ځمکې له اتموسفیر څخه تېرېږي چې نیلي (ابي) رڼا یې چاڼ یا فلتر کوي.
همدا لامل دی چې د خسوف پر سپوږمۍ سره ښکاري او د "وینو سپوږمۍ" یې بولي.
د کاناریاز نجوم فیزیک انسټیټیوټ په وینا "د دې لپاره چې ځمکه د سپوږمۍ پرتله څلور برابره پلنه ده، نو سیوری یې هم پراخ وي او د خسوف بشپړتیا هم تر ۱۰۴ دقیقو وخت واخلي."
ټاکلې د ۲۰۲۱ کال د مې په ۲۶مه خسوف رامنځ ته شي.
که تاسې لویدیزه سویلي امریکا، سویل ختیزه اسیا، استرالیا او د امریکا د متحدو ایالتونو لویدیزو برخو کې اوسئ، او له ښه مرغه مو اسمان هم شین وي، نو د ۱۴ دقیقو لپاره به دغه بشپړ خسوف وکتلی شئ.
د سپوږمۍ جزيي نیول کېدل (جزیي خسوف)

د عکس سرچینه، NASA
جزيي خسوف هغه مهال رامنځ ته کېږي چې د سپوږمۍ یوازې یوه برخه د ځمکې تر سیوري لاندې راشي.
د سپوږمۍ جزيي نیول کېدل د هغې د اندازې سره تړاو لري چې له مخې یې د سپوږمۍ هماغه برخه د تیاره، سور، بې رنګه او خاورین تر سترګو کېږي.
لامل یې همدا دی چې د سپوږمۍ د ځمکې تر سیوري لاندې د دې راغلې برخې رڼا تر سیوري د بهر پاتې برخې له رڼا سره توپیر لري.
د ناسا به وینا د بشپړ خسوف پېښېدل یو که څه نادر دي خو د سپوږمۍ جزيي نیول کېدل کال کې دوه ځله رامنځ ته کېږي.
راتلونکی جزيي خسوف به د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه له شمالي او سویلي امریکا، استرالیا او د اروپا او اسیا له ځینو برخو د لیدو وړ وي.
پېنومبرال (نیم سیوری) کسوف

نیم سیوری کسوف هغه مهال رامنځ ته کېږي چې سپوږمۍ د ځمکې له تیاره سیوري ووځي.
د سپوږمۍ دا ډول نیول کېده ډېر کمرنګه وي او د انسان د سترګو په وسیله یې تشخیص دې پورې تړلی چې څومره برخه یې تر سیوري لاندې راځي. تر سیوري لاندې برخه چې هر څومره کوچنۍ وي، لیدل یې هم په هماغه اندازه ستونزمن دي.
د همدې لپاره د سپوږمۍ نیول کېدو دا ډول پېښې له ساینسپوهانو پرته عامو خلکو ته اعلانېږي هم نه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نیول کېدل یوازې له لمر او سپوږمۍ سره هم تړاو نه لري. کله ناکله یې لرې پراته ستوري هم لامل کېدای شي.
بیامین په خپل "مصور نجوم" کتاب کې لیکلي چې "نیم په نیمه ستوري د دوو او یا ډېرو ستورو سیستم کې دي."
هغه زیاتوي: " د دې لپاره چې زموږ په کهکشان کې، له دغو غبرګونو ستورو ځینې داسې څرخېږي چې له ځمکې سره تطابق لري، نو د څرخېدو ځینو پړاونو کې یو ستوری د بل ستوري پر وړاندې د لمر وړانګې نیسي او خپل سیوري ورباندې پرېباسي."
"دغو جوړه يي ستورو ته غبرګوني نیول شوي ستوري وايي."










