د اسیا یو شمېر هېوادونو کې لمر تندر نیولی

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د اسیا په ډېری سیمو کې خلک د کسوف یا لمر تندر نیونې ننداره کوي، چې د (اور کړۍ) نوم هم ورکړل شوی دی. د هند، شري لنکا، اندونیزیا، او سعودي عرب په ګډون یو شمېر هېوادونو کې ګڼ خلک د د دې طبیعي بهیر لیدو لپاره په لارو کوڅو کې ولاړ وو.
د کسوف پر مهال سپوږمۍ په بشپړه توګه د لمر منځنۍ برخه پټوي او د یوې ځلانده کړۍ په توګه ښکاري. کسوف په کال کې دوه ځله یوازې هغه مهال رامنځته کېږي، چې ځمکه په بشپړه توګه د سپوږمۍ تر سیوري لاندې راځي.

د عکس سرچینه، AFP
تېر ځل د جولای پر دوېمه نېټه لمر تندر ونیو، چې یوازې په سویلي امریکا کې ولیدل شو. راتلونکی ځل به د ۲۰۲۰ کال د دسمبر پر ۱۴ لمر د سپوږمۍ تر شا پټ شي، چې له سویلي چیلي، ارجنټاین، سویل لوېدیځې افریقا او انترکتیکا به ښکاري.







