د مور په رحم کې د ماشومې جراحي عملیات شوي

- Author, کاتراین داکوسټا
- دنده, د روغتیايي چارو خبریاله
د دویم ماشوم لرلو لپاره شپږ ځله د ای وي ایف پروسې له ناکامۍ وروسته هیلینا ناهیلۍ ته نژدې وه، خو اووم ځل یې په لابراتوار کې د هګۍ او سپرم یو ځای کولو طبي پروسه کامیابه او ميندواره شوه.
د ميندوارۍ تر شلمې اوونۍ پورې هر څه سم معلومېدل، خو بیا نوموړې ته وویل شول چې په نس یا رحم کې یې ماشومه د سپینا بیپیدا 'د ملا تېر وده نه کولو ' ستونزه لري. هیلینا وايي:
''پر ملا یې یو لوی ټپ غوندې معلومېده او د ملا تیر یې نژدې ټول ښکاریده. دوی ویل، دا احتمال شته چې ماشومه معلوله شي، پر عضلاتو به کنټرول نه لري، او وروسته به یې له دماغه د مایعاتو ایستلو لپاره د یوه پایپ لګولو ته اړتیا وي. دوی چې دا خبرې راته کولې، ما ژړل. ''
دا زیاتوي:
''دوی ویل، احتمالاً به ماشومه لاس، پښې خورا سوکه ښوروي او دا اندېښنې خبره ده. ''
څو ورځې وروسته معاینات وشول او هیلینا ته وویل شول چې کولای شي جراحي عملیات وکړي.
د میندوارۍ پر ۲۳ اونۍ نوموړې بلجیم کې د متخصصینو هغه کلینک ته ورغله، چې د بریتانیا د عامې روغتیا له ملي ادارې 'این اېچ ایس ' سره په ګډه کار کوي.
۲۵ روغتیا پالانو په دې جراحي عملیاتو کې برخه واخیسته، د هیلینا په نس کې دننه یې د ماشومې په ملا کې راڅرګند شوی سوری بند کړ او د ملا تېر یې پټ کړ.
هیلینا وايي: ''پوهېدم چې که دا عملیات و نه کړم، د ماشومې ژوند به مې عادي نه وي، بلکې ډېر بدل به وی. ''
د لندن پوهنتون روغتون پروفیسره انا ډېوډ په دې هکله وايي:
''مخکې به دغه ډول جراحي عملیات د ماشوم له زيږېدو وروسته تر سره کېدل، خو اوس دا عملیات په رحم کې دننه کولای شو، دې سره د ملا په تېر کې سوری بند شي او د ځنډ له کبله د ملا تیر ته د ډېر زیان اوښتو مخه ونیول شي، پر مثانه او کولمو کنټرول زیات شي. ''
له دې جراحي عملیاتو درې میاشتې وروسته د لندن پوهنتون روغتون کې د هیلینا لور میلا وزېږېده.

ماهرین وايي، د میلا په دماغ کې اوس هم یو څه مایعات شته، خو په وینا یې روغتیا یې په چټکۍ سره مخ پر ښه کېدو ده.
هیلینا وايي، ''اوس پښې ښوروي، د بټو ګوتو هم احساس لري. زه د جراحانو ډېره منندویه یم، چې دا عملیات یې وکړل، ځکه که داسې نه وای شوي، د ماشومې ژوند به مې ډېر بدل و. ''
د سپینا بیپیدا په هکله ویل کېږي چې هرکال بریتانیا کې ۱۵۰۰ پورې ماشومان د مېندو په نسونو کې اغېزمنوي او د دې ماشومانو ستون فقرات د ودې مخه نیسي.
داسې صورت کې د ماشوم لپاره د مثانې، کولمو یا پښتورګو پر ستونزو د اخته کېدو احتمال ډېر شي یا ان معلول کېدای هم شي.
ماهرین وايي، که جراحان د ماشوم له زېږېدو مخکې د ميندوارۍ له ۲۲ تر ۲۶ اونۍ پورې دغه دول جراحي عملیات وکړي، پایله یې خورا ګټوره کېدی شي.









