بیټ کوین له ۶۰ زرو ډالرو هم پورته شو

د عکس سرچینه، Reuters
د مجازي یا انټرنټي پیسې بیټ کوین ارزښت اول ځل تر شپېتو زرو امریکايي ډالرو یا ۴۳ زره سل پونډو پورته شو.
بیټ کوین پرلپسې ارزښت زیاتېدو سره خپل ریکارډ ماتوي.
د بیټ کوین ارزښت د تېر کال تر پای راهیسې اوس درې وارې ډېر شوی او لا ډېر په دې ځواکمن شوی چې اوس ځینې مشهورو کمپنیو د ورکړې لپاره دا پیسه غوره کړې ده.
خو ځینې شنونکي وايي، د بیټ کواین نوی ارزښت د امریکا د روانې اونۍ د اقتصادي مرستې بستې د منظورۍ له امله دی.
تېره میاشت د ونډو بازار کې د بیټ کوین ټول ارزښت تر یو تریلیون یا زر میلیارد ډالرو پورته شو.
دا پیسه پر ۲۰۰۹ کال جوړه شوه او پخوا یې هم څو ځلې ارزښت هیښوونکی ډېر شوی دی.
کله کله یې ارزښت کم شوی هم دی، خو سترې کمپنۍ یې د اوسني ارزښت زیاتېدو لامل دي.
بیټ کوین ته د کمپنیو لېوالتیا

د عکس سرچینه، Getty Images
فرورۍ کې مشهور پانګوال ایلن ماسک وویل، چې د ټیسلا په نوم د برېښنايي ګاډو کمپنۍ یې د یو اعشاریه پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت بیټ کوین پېرلي دي اوراتلونکي کې به ګاډي پر بیټ کوین هم وپلوري.
ماسټر کارډ هم ویلي چې بیټ کوین سره د را کړې ور کړې نوي نظام دودولو پلان لري.
په دا مهال د جایدادونو څارونکې تر ټوله ستره کمپنۍ بلېک راک هم پر ډیجیټل کرنسۍ کارولو غور کوي.
د کووېډ-۱۹ وبا له امله د بیټ کوین ارزښت ډېر زیات شو او لامل یې هم دا دی چې خلک تر ډېره پرلیکه سودا کوي او د نوټ یا سکې کارول یې پرېښودلي دي.
بیټ کواین نیوکګر یا منتقدان هم لري چې وايي، دا تر کرنسۍ ډیره اټکل شوې سوداګریزه وسیله ده او په بازار کې ناوړه کارېدی شي.
پر چاپېریال یې اغېز هم اندېښمنوونکی دی، ځکه بیټ کواین د لېږد لپاره ډېرې انرژي ته اړتیا لري.












