"جعلي عاشقان" څنګه د خلکو پیسې او محرم مالومات غلا کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په بریتانیا کې څېړونکي وایي، د کورونا وېروس له کبله د کوربندۍ په ورځو کې د مینې او عاشقۍ په پلمه له خلکو د پیسو اخیستو یا غلا کولو پېښې ډېرې شوې دي.
د (یو کې فایننس) ادارې موندنې ښیي چې د ۲۰۱۹ کال پرتله په ۲۰۲۰ کال کې په دا ډول پېښو کې شل سلنه ډېروالی راغلی و.
د (اکشن فراډ) په نامه یوه بله بریتانوۍ اداره وایي، په ۲۰۲۰ کال کې ټولټال ۶۸ میلیونه پاونډه د عاشقۍ یا مینې په جعلکارۍ غلا شوې دي.
کارپوهانو دې وضعیت ته په کتو پر عامو خلکو غږ کړی چې د ولنټاین پر ورځ دې احتیاط وکړي او د هر چا پر خبرو او د مینې پر وعدو دې اعتبار نه کوي.
دوی په خپلو سپارښتنو کې ویلي:
- که له یو چا سره پر انټرنټ ملګري شوئ نو هېڅ کله هم پیسې مه ورلېږئ، او نه هم د خپل بانکي حساب په اړه مالومات ورکوئ
- د پاسپورټ یا موټر چلونې جواز په څېر محرم اسناد هم له "انلاین عاشقانو" سره مه شریکوئ
- هېڅ کله هم د دې کسانو په مشوره په کوم کاروبار یا بل څه کې پانګونه مه کوئ.
- د دې کس په استازیتوب کوم دریمګړي ته سوغات مه لېږئ، او نه یې هم پر ځای له کوم دریمګړي سوغات یا پارسل ومنئ
- پر انټرنټ د ريورس اېمېج سرچ (reverse image search) له لارې دا مالومه کړئ چې ستاسې انلاین عاشق یا ملګری خپل اصلي عکس کاروي که جعلي.
- که چېرې مو شک راغی چې پیسې درڅخه غلا شوي نو سملاسي خپل بانک سره اړیکه ټینګه کړئ.
د (اکشن فراډ) ادارې مشره پاولین سمېت وایي، د کورونا له کبله د کوربندۍ یا قرنطین ورځو کې دا ستونزه نوره هم جدي شوې ده. نوموړې وایي:
"د کورونا وېروس او بندیزونو له کبله تېر کال ډېری خلک په کورونو کې بند پاتې وو. دوی له همدې کبله پر انټرنټ ډېر وخت تېراوه او ګڼ خلک د نوې مینې یا نوې ملګرتیا په لټه کې وو. زموږ موندې ښیي چې تېر کال د جعلې مینې یا د عاشقۍ او ملګرتیا په پلمه له خلکو د پیسو وهلو رپوټونه ډېر شوي وو".
عشقي غلا څه ته وایي، او څنګه کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د کارپوهانو په خبره ډېر وخت داسې کېږي چې یو څوک فکر کوي مقابل کس ورسره رښتیني مینه کوي. دوی په همدې اعتبار هغه کس ته پیسې ورلېږي، یا قیمتي سوغاتونه ورته اخلي، یا یې نور لګښتونه پوره کوي.
ځینې خو ان دومره اعتبار کوي چې د خپل بانکي حساب مالومات هم له مقابل کس سره شریکوي.
د کارپوهانو په وینا، دا جعلي عاشقان یا غله په خپل کار کې خورا مهارت لري.
دوی د خپلو خبرو او حرکتونو په مرسته د مقابل کس اعتبار ترلاسه کوي او دې ته یې هڅوي چې پیسې ورکړي، یا یې نور محرم مالومات ترلاسه کړي.
دا غله د پیسو ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې پلمې کوي، د بېلګې په توګه ځینې یې وایي چې د برېښنا یا اوبو د بېل لپاره پیسې نه لري او باید مرسته ورسره وشي.
دا غله نه یوازې د خلکو پیسې غواړي، بلکې ځینې وخت یې محرم مالومات هم ترلاسه کوي او بل وخت کولی شي چې د همدې مالومات په مرسته د دې کس په نامه جعلي حسابونه پرانیزي یا یې مالومات د کوم بل ناقانونه عمل لپاره وکاروي.
کارپوهان وایي، یوه جدي ستونزه دا ده چې کله خلک د دا ډول جعلکارۍ یا دروغجنې مینې قرباني، له شرمه مخې ته نه راځي او له پولیسو یا بانک سره مالومات نه شریکوي.









