د کورونا وېروس نوی ډول څومره خطرناک دی؟ ایا واکسین یې مخنیوی کولی شي؟

کورونا، برتانیا، نوې بڼه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کورونا وېروس د همدې نوې بڼې له امله ګڼو هېوادونو له برتانیا نه پر ورتلوونکو الوتنو هم بندیز لګولی دی.
    • Author, جېمز ګېلاګار
    • دنده, د روغتیايي او ساینسي چارو خبریال

د کورونا وېروس نوی ډول په چټکۍ سره خپرېږي چې له امله یې په انګلستان، سکاټلنډ او وېلز کې د مسیحیانو د اختر کريسمس په درشل کې جدي محدویتونه لګول شوي او خلک نشي کولای چې له یو بل سره وګوري.

د کورونا وېروس د همدې نوې بڼې له امله ګڼو هېوادونو له برتانیا نه پر ورتلوونکو الوتنو هم بندیز لګولی دی. د بریتانیا د حکومت سلاکاران وايي د وېروس دا بڼه تر نورو په چټکۍ له یو کس نه بل ته لېږدي.

پوښتنه دا ده چې په انګلستان کې د وېروس دا نوی ډول، چې تر څو میاشتې مخکې پورې نه و، څنګه او ولې په دومره چټکۍ خپور شو؟

اوس مهال د وېروس د نوې بڼې په اړه هرڅه په لومړنیو پړاونو کې دي ځکه نو یو ناڅرګند حالت یې رامنځته کړی او د هغو پوښتنو لیست اوږد دی چې باید ځواب شي.

د وېروس دا نوی ډول ولې اندېښمنوونکی دی؟

دلته درې مهم ټکي دي چې له امله یې دوېروس دې نوې بڼې ته پام اوښتی.

  • نوی ډول په چټکۍ د نورو بڼو ځای نیسي.
  • د وېروس ظاهري جوړښت بدلېږي چې له امله یې د وېروس تر ټولو مهمه برخه اغیزمنېږي.
  • ځینو دغو بدلونونو وار دمخه په لابراتوارونو کې ښودلې ده چې د وېروس دا بڼه حجري مکروبي کوي.

دا هرڅه دې ته لار هواروي چې د وېروس دا نوی ډول په اسانۍ سره خپور شي.

خو تراوسه هم موږ په بشپړه توګه باوري نه یو چې د وېروس هره نوې بڼه کولای شي چې په مناسب وخت او ځای کې لکه لندن چې تر دا وروستیو پورې پکې محدویتونه د دویمې کچې وو همدومره عام شي.

اوس په لندن کې د څلورمې کچې محدویتونه لګول شوي او لامل یې دا یادېږي چې په بېلا بېلو حالتونو کې د وېروس د نوې بڼې خپرېدل کم کړای شي.

وېروس پېژندونکی پروفیسور نېک لومن وایي: ''لابراتواري تجربو ته اړتیا ده، خو آیا تاسو غواړئ چې اوونۍ او میاشتې انتظار وکړئ چې پایلې وګورئ او بیا اقدام وکړئ؟ ښايي په دې شرایطو کې نه. ''

د وېروس نوی ډول څومره په چټکۍ خپرېږي؟

کورونا، برتانیا، نوې بڼه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د وېروس د دې نوې بڼې له امله په لابراتوارونو کې د ازموینو پر پایلو اغیزه وشوه.

د وېروس نوی ډول لومړی د سپتمبر په میاشت کې ولېدل شو. په نومبر میاشت کې د کورونا د مثبتو پېښو څلورمه برخه د همدې نوې بڼې له کبله وه. په دسمبر میاشت کې د دې بڼې د پېښو شمېر دوه پر درې شو.

د وېروس د دې نوې بڼې له امله په لابراتوارونو کې د ازموینو پر پایلو اغیزه وشوه.

ریاضیپوهان اوس په دې اړه حسابونه کوي چې د کورونا وېروس څومره ډولونه کېدلی شي؟ خو دا حساب ګران دی چې مثبتې پېښې د وېروس نوي ډول له کبله زیاتې شوې دي او که خلکو احتیاط نه دی کړی.

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن په وینا د وېروس نوې بڼه ښايي د نورو پرتله ۷۰ سلنه په چټکۍ خپرېدونکې وي.

د ۷۰ سلنې خبره د تېرې جمعې په ورځ د لندن امپریل کالج د ډاکټر ایرک وولز په وینا کې څرګنده شوې وه.

هغه د خبرو اترو پرمهال ویلي وو ''دا به له وخت نه وړاندې وي چې وویل شي څومره په چټکۍ خپرېږي. خو تر هغه ځایه چې لیدل شوي ویل کېدای شي چې په ډېرې چټکۍ سره خپرېږي، د پخوانیو بڼو پرتله په چټکۍ خپرېږي او اړتیا ده چې نظر پرې وساتل شي. ''

ځینو نورو ساینسپوهانو دا هم ویلي چې کېدای شي له ۷۰ سلنې نه هم په ډېرې چټکې او یا له ۷۰ سلنې نه په لږې چټکۍ خپرېږي، خو تر اوسه دوی دقیقاً په دې اړه څه نه شي ویلای.

د وېروس نوی ډول څومره خپور شوی؟

فکر کېږي چې د کورونا وېروس نوی ډول په بریتانیا کې په کوم ناروغ کې پېدا شو و او یا هم له کوم داسې هېواد نه راوړل شوی چې پر وېروس د څار پیاوړی سیستم نه لري.

اوس مهال د وېروس نوې بڼه له شمالي ايرلنډ پرته په ټوله بریتانیا کې موندل کېدای شي، خو پرې ډېر اخته کسان په لندن، د انګلستان په سویلي او خیتیځو برخو کې دي.

د نیکسټ سټرین د معلوماتو له مخې چې په ټوله نړۍ کې د وېروس د جنتکي کوډونو په اړه معلومات او بڼې یې راټولوي، ډنمارک او استرالیا ته د وېروس نوې بڼه له برتانیا نه لېږدول شوې ده. هالنډ هم د نوې بڼې ځیني پېښې رپوټ کړې دي.

آیا د وېروس نوی ډول د پخواني پرتله ډېر وژونکی دی؟

کورونا، برتانیا، نوې بڼه

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، جوړ شوي واکسینونه دفاعي سیستم ته ورښيي چې د وېروس پر بېلا بېلو برخو حمله وکړي، نو که د وېروس بڼه بدله شوې هم وي واکسین کولای شي چې پرضد یې کار وکړي.

که څه هم اړتیا ده چې وڅارل شي خو په دې اړه هېڅ شواهد نشته چې وښايي د وېروس نوې بڼه د پخوانیو هغو پرتله ډېره وژونکې ده.

په چټکۍ سره له یو کس نه بل ته لېږدل ښايي کافي وي چې د روغتونونو لپاره ستونزې راولاړې کړي.

د وېروس نوې بڼه په دې معنا ده چې ډېر خلک په لږ وخت کې پرې اخته شي او د نور کله پرتله ډېر خلک روغتونونو کې بستر کېدو ته اړتیا ولري.

ایا واکسین د وېروس د نويډول پرضد کار کوي؟

بې له شکه چې هو، یا لږ ترلږه د اوس لپاره کار کوي. خو آیا درې واړه هغه واکسینونه چې د کورونا وېروس پرضد د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړي کولو په خاطر جوړ شوي، د وېروس نوي ډول پر ضد به هم اغېزناک وي؟ دا هغه پوښتنه ده چې مطرح کېږي.

جوړ شوي واکسینونه دفاعي سیستم ته ورښيي چې د وېروس پر بېلا بېلو برخو حمله وکړي، نو که د وېروس بڼه بدله شوې هم وي واکسین کولای شي چې پرضد یې کار وکړي.

د وېروسونو د برخې کارپوه پروفیسور ګوپتا وايي ''که موږ اجازه ورکړو چې وېروس نور هم خپله بڼه بدله کړي بیا نو د اندېښنې وړ ده. ''