په تاریخ کې د میندوارۍ مخنیوي لس ناشنا طریقې

كوكاكولا

د عکس سرچینه، Reuters

د سپتمبر ۲۶مه هر کال د میندوارۍ مخنیوي د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. په دې اړه د بي بي سي د روغتیايي چارو اېډېټرې کارینا وایټ یوه مطلب کې پوښتلي.. ایا باوري یاست چې هره ورځ د میندوارۍ د مخنیوي ګولۍ د ستړیا خبره ده؟ او یا مخکې د کانډم له کارولو مو شرم کاوه؟

وايټ وايي، په تېرو دوو پېړیو کې د میندوارۍ د مخنیوي لپاره همدا دوه کارونه کېدل.

راځئ د میندوارۍ د مخنیوي لپاره پر ځینو کارېدونکو لارو چارو رڼا واچوو.

د بېلګې په توګه، د کورواله پرمهال د کانډم کارول د ډېرو ناروغیو مخنیوي کې مهم رول لوبوي، حال دا چې د میندوارۍ مخنیوي ګولۍ خوړل یوازې ښځې ته د نه میندواره کېدو هیله ورکوي.

ښکاره ده چې د میندوارۍ مخنیوی ستونزې هم لري، د مخنیوي ګولۍ یې ډېر جانبي عوارض هم لري.

وایټ وايي، په لاندې کرښو کې د میندوارۍ د مخنیوي ځینې ناشنا لارې چارې تشریح کېږي، چې د تاریخ په اوږدو کې خطرناکې هم ګڼل شوې دي.

۱- پرلت وهل او پرنجی:

ایا پوهېږئ چې لرغوني یونانیان پر دې باور وو چې پرلت وهل او پرنجی (عطسه) د میندوارۍ مخنیوي یوه غوره وسیله ده، دوی داسې انګېرله چې ټوپ وهل او له کورواله وروسته سم لاسي پرلت وهل د ښځې رحم ته د نر د مني ننوتلو مخه نیسي، خو په دې شرط چې یو کوچنی پرنجی هم ورسره وشي.

۲- موسټېلا حیوان خصیه (خوټې) خوړل

په اروپا کې د تیاره پېړیو پرمهال، یو کس - چې غالباً په کارپوه ساحر به و - ټول خلک تر ډېره قانع کړي وو چې د موسټېلا حیوان خصیه (خوټه) خوړل نا غوښتل شوې میندواري له منځه وړلی شي.

د میندواۍ مخنیوی

د عکس سرچینه، Anna Huzar

۳- د پښګر اوبه:

هغه اوبه چې پښګر (اهنګر) یې د ګرمو توکو د سړولو لپاره کاروي، پخوانیو یونانیانو به له دې اوبو کار اخیست، ځکه چې تر یوه حده د میندوارۍ مخنیوي کې بریالی چم و‎، په دې چې دغه اوبه پوره اوسپنه لري. خو دا اوبه کارول ځینې ممکنه جانبي عوارض هم لري، لکه بې هوشي، د ګردو ناروغي او ان د مرګ لامل هم ګرځي. عجیبه لا دا ده چې دا نسخه لاهم ان د لومړۍ نړیوالې جګړې تر کلونو کارېدله.

۴- د تمساح خوشایه

لرغونو مصریانو به ویل، که یو مانع جوړ کړای شئ، نو میندواري نه رامنځ ته کېږي، دا نو انسانیت ته ځلانده شېبه ګڼل کېږي، په تېره کله چې د کورواله پرمهال له ګبینو او د تمساح له خوشایو ګټه واخیستله شي، چې دا طریقه لاهم په ځینو سیمو کې کارېږي.

۵- د خصیه (خوټو) چای

په شپاړسمه پېړۍ کې کاناډایانو د اوبو د سپي خوټې میده کولې، کله به چې میده او نرم شو، بیا به یې له شرابو سره ګډ کړ او دا محلول به یې چې د (خوټو چای) باله، د میندوارۍ د مخنیوي لپاره کاراوه.

د میندواۍ مخنیوی

د عکس سرچینه، Anna Huzar

۶- د حیوان کولمې

پخوانیو زمانو کې د نر اصلي کانډم، خو د خوګ له کولمو جوړ نارینه کانډم تر ټولو غوره بلل شوی، چې وايي په اسانه کارېدلی شي، هغه مهال اغېزناک تمامېدای شي چې تر کارېدا مخکې په تړمو شیدو کې غوټه کړل شي.

۷- کازانووا لیمو

یو مهال داسې باور هم کېده چې که چېرې د لیمو نیمه ټوټه تشه کړله شي او د کورواله پرمهال وکارول شي نو دا هم د میندوارۍ مخه نیولی شي.

۸- زنبق

له میلاد کابو ۹۰۰ کاله مخکې، د نسل مخنیوي اړوندو کارپوهانو چینایانو ښځو ته سپارښتنه کوله چې تر کورواله سم لاسي وروسته د زنبق (لیلي) ګل ۱۶ کوچنۍ سرې کړل شوې پاڼې وخوري. لکه د پښګر د اوبو په شان، دا طریقه هم د شنډوالي، د ځیګر او ګوردو د خرابېدو لامل ګرځي.

۹- اپین

د سومتره ټاپو پخوانیو اوسېدونکو داسې ګڼله چې د اپینو دانې خوړل هم د کورواله پرمهال د میندوارۍ مخه نیسي.

۱۰ - د کوکاکولا شاور

كوكاكولا

د عکس سرچینه، Anna Huzar

له کابو ۶۰ کلونو راهیسې، کوکاکولا د میندوارۍ د مخنیوي لپاره کارېږي، د نړۍ ځینو برخو کې ښځې د کوکاکولا شاور کاروي او باور یې دا دی چې د کوکاکولا خواږه منوي حیوانات الوځوي او له منځه وړي.