کورونا ویروس چین کې نهه کسان وژلي، پاکستان خبرداری خپور کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
چینايي چارواکو له خلکو غوښتي چې د دغه هېواد وهان نومي ښار ته له سفر کولو ډډه وکړي. چارواکو دغه خبرداری له هغه وروسته ورکړی چې له دغه ښاره یوه نوي خپاره شوي ویروس نهه کسان وژلي.
چارواکو دغه راز د وهان ښار له اته اعشاریه نهه میلیونه اوسېدونکو غوښتي چې له ښاره وتلو ډډه وکړي او په ښار کې دننه هم ډېر کسان یو ځای نه شي.
نوی ویروس چې له همدې ښاره خپور شوی، نه یوازې د چین نورو ایالتونو ته رسېدلی، بلکې تر امریکا، تایلنډ او سویلي کوریا پورې رسېدلی دی.
تر اوسه پر دغه ویروس د اخته ۴۴۰ کسانو نومونه ثبت شوي دي، چې ویل کېږي د سمندري ژویو پېر او پلور له هغه مارکیټه خپور شوی، چې 'په غیر قانوني توګه د وحشي حیواناتو لېږد هم په کې کېده. '
د چین د روغتیا ملي کمېسیون مرستیال وزیر لي بین د وبا له پیلېدو وروسته لومړی ځل دغه خبرداری ورکړ:
''اصلاً وهان ته له سفر کولو ډډه وکړئ او هغه چې په ښار کې ژوند کوي، لطفاً له ښاره مه وځئ! ''
د روغتیا چینايي چارواکو خبرداری ورکړی چې دغه ویروس د بدلون وړتیا لري او له یوه انسانه بل ته د لېږد له کبله یې د خپرېدو اندېښنه شته.

د عکس سرچینه، Getty Images
ویل کېږي، دغه ویروس د کورونا نومي ویروس یوه نوې بڼه ده چې مخکې په انسانانو کې نه و پېژندل شوی. په علایمو کې یې تبه، ټوخی او ساه لنډي شامل دي.
بل لور ته د پاکستان روغتیا ملي انسټیټیوټ انفکشن او قرنطین څانګې ویاند ډاکټر ممتاز علي خان د بي بي سي خبریالې سحر بلوڅ ته ویلي، له چینه پاکستان ته د رسېدلو مساپرو معاینې لپاره اسانتیاوې چمتو شوې دي.
نوموړی زیاتوي له دغه هېواده پاکستان ته د رسېدلو کسانو طبي معاینه به کېږي او که کوم ناروغ تشخیص شي، د اسلام اباد، کراچۍ او لاهور په یو شمېر ورغتونونو کې یې د درملنې لپاره انتظام شوی دی.
بل لور د عامې روغتیا برتانوي چارواکو هم ویلي، له وهان ښاره به لندن ته د رسېدونکو ټولو مساپرو طبي معاینه کېږي.
چارواکي وايي، له وهانه د لندن هیترو هوايي ډګر ته رسېدونکې الوتکې به یوه ګوټ کې ځانګړې درول کېږي او روغتیايي کارکوونکي به یې د مساپرو معاینات کوي.

د عکس سرچینه، KEVIN FRAYER
د چین روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې نوي ویروس تر اوسه لږترلږه نهه کسان وژلي او د خپرېدو شونتیا یې ډېره شوې. چینايي چارواکو د دغه ویروس د مهارولو لپاره تدابیر ډېر کړي دي.
د ملي روغتیا جرګې یوه مسؤل منلې، هېواد یې اوس په "ډېر مهم پړاو" کې دی چې دا ویروس مهار او مخه یې ونیسي.
چینايي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل، دا ویروس له یوه کس بل ته لېږدېدلی شي.
د چین د روغتیا مرستیال وزیر لي بین ویلي، داسې ثبوتونه شته چې دا ناروغي "د تنفسي سیستم له لارې لېږدېدلی شي."
خو چین لاهم د ویروس د خپرېدو د اصلي سرچینې په موندلو نه دی توانېدلی.
لي وویل:
''که څه هم په بشپړ ډول د ویروس د لېږد څرنګوالی نه دی مالوم شوی، خو دا امکان شته چې دا ویروس په وبا واوړي''.
مخکېنیو رسمي شمېرو ښودلې چې په دې ویروس تر ۳۰۰ ډېر پرې اخته شوي چې شپږ یې مړه شوي دي. دا ویروس کورونا ویروس ته ورته دی چې د ډېرې شدیدې سالنډۍ لامل ګرځي.
د یاد ویروس په اړه د چینايي چارواکو خبرداری وروسته تر هغه راغلی، چې د چین په لروبر کې میلیونونه وګړي د چینايي کال پیل او د رخصتیو پرمهال یوې او بلې سیمې ته سفرونه کوي.
همدارنګه زرګونه چینایان په رخصتیو کې بهر ته سفرونه کوي.










