نړۍ ته د یوهٔ مرموز چینایي ویروس د لېږدېدو خطر
ساینسپوهان وايي، د هغو خلکو شمېر چې د چین په ووهان ولایت کې د تنفسي ناروغیو په نوي وایرس اخته شوي دي ښايي تر هغې ډېر لوړ وي چې چارواکي یې مني. تر اوسه تایید شوی دی چې یوازې ۴۱ کسان په دې نوي وایرس اخته دي خو په لندن کې پوهان وايي نه دا شمېر ښايي ۱۷۰۰ وي. فکر کېږي دې نوي وایرس دوه کسان تر اوسه وژلي دي. د وایرس خطر او خپرېدو مسالې په امریکا او اسیا کې چارواکي اړ کړي چې په هوايي ډګرونو کې خلک سم تلاشي او سکرین کړي.